The news is by your side.

پر کابل، د پېنډۍ او دوحې لانجې

خبريال وېبپاڼه: که د پاکستان ډېره بېړه نه وای؛ طالبانو تر پسرلي د بهارستان د ايسکريمو اشتها نه درلوده، خو هلته د کوټې د شورا کډې قطر ته بارېدې او دلته بايد حقانيانو د جهاد پر ورلاندې مرکبه لاس ښورولی وای چې د سرګودې د پالوان زوی هم ملا او هم یې د کابل پر تخت کښېنوي.

زلمي خليلزاد ته به دا د جنګ يوه کمېنشکاري وه چې ويې کړه، د کوټې شورا يې له لاهوره وپېرله او پر دوحه يې په ګټه وپلورله، کيسه هماغه د وردګو د خرو ده چې اخيستل يې يو تاوان او پلورل یې بل تاوان، خو ګټه دا وشوه چې د خرو بازار تود او لږ په مناسب خريدار وپلورل شول.

اوس د کوټې د شورا محور قطر دی او که څوک په دې پېر او پلور کې دلچسپي ولري، ګوتې به د دوحې له حاکم سره پټوي، افغانستان ته به وروسته راځي.

پاکستان سپين سترګی سوداګر دی، د ګورت مهره د لوبې تر پايه له ګوتو نه باسي. د کوټې شورا يې وپلورله، خو د حقاني شبکه يې تر ورانه لاندې کړې وه، هم يې د ملا برادار اينډ برادرز په سرو نوټونه وشمېرل، هم يې په حقاني شبکه کابل بېرته لاندې کړ او پايله دا شوه چې اوس د کابل پر سر، دوحې له اسلام‌اباد سره ښکر اړم کړي، رسۍ کشېږي او يو درست ملت ورسره د بربادۍ د ګړنګ پر سر ځنګېږي را ځنګېږي.

سړی چې ماتې وخوري، بيا يې د لوبې د ميدان هر حرکت په تاوان تمامېږي. موږ ماتې وخوړه او اوس که د کابل پر سر د لاهور او قطر انډوخر پر هره خوا اوړي، تاوان به موږ کړی وي، خو په کم تفاوت.

لومړۍ ډله؛ قطر او ملا بردار؛
دا ډله د طالبانو اصلي لوبغاړي له ځان سره لري. دوی په افغانستان کې د طالبانو د شل کاله وړاندې پرځول شوي امارت په څېر کټ مټ هماغسې حکومت غواړي چې ښځې پکې سنګسار، سړي پکې په دار او له انسانانو د بدن اندامونه غوڅ شي.

د دغسې امارت زور به تر ملت ډېر ووځي، خو عمر به يې لنډ وي او بل ښه والی يې دا دی چې د پاکستان د ماتېدو امکان ورسره شته.

دا لومړی ځل دی چې پاکستاني طالبان د اسلامي حکومت راوستو خبره کوي. دا وړه خبره نه ده، د لاهور برجونو ته د خطر زنګ دی چې وهل کېږي.

داسې نه ده چې پاکستان هيڅ مجبوريتونه او د ضعف ټکي نه لري، پاکستان مداري دی او پوهېږي چې مرګ به يې له خپلو ساتلو مارانو وي.

پاکستان يوازې پاکستاني طالبان نه، يوازې د رسمي شمېرو په اساس، دوه دېرش زره ثبت شوې مدرسې لري چې د نړيوالو شمېرو په اساس پکې دوه نيم ميليونه طالبان روزل کېږي او د دې ټولو ارماني حکومت هماغه د ملا عمر امارت دی چې نسکور شوی او اوس يې قطر او د ملا برادر ډله بيا په پښو درول غواړي.‌

لسګونه مذهبي ‌ډلې پکې فعالې دي چې تقريبا د ټولو غړي يې سخت دريځي او ډېری يې د وژنو کاروبار کوي، د دې خلکو هم ارماني نظام هماغه امارت دی چې راشي.

د سخت دريځو دغه دومره لوی لښکر په پاکستان کې هم هماغه امارت غواړي چې په افغانستان کې يې غواړي او دغه سېلاب که يو وار سر پورته کړ، تر هر څه وړاندې به يې د سرګودې د پالوان لنګ پر سر اخيستی او مخه نيول يې بيا د پنجاب د چودريانو له وسه وتلې خبره ده.

پاکستان او حقانيان؛
طالبان چې د پاکستان له ګوتو ووتل، هلته يې خپله چاړه په اوبو کې وليده، بېړه ځنې وشوه او په هماغه شپه يې حتا بدري قطعه چې د کمشير لپاره روزل شوې وه، له حقاني شبکې سره يو ځای او پر کابل را وخېژوله.

پاکستان وېره درلوده چې که واک د ملا بردار او ملګرو ډلې ته يې په لاس ورغی، لوبه يې وبايلله.

په دا سبا يې د استخباراتو مشر د کابل پر هوټلو تاوېده. اسلام‌اباد په هيڅ صورت د پنجشېر جنګ نه غوښت، خو بدې ورځې اخيستی و، د جنوب طالبان يې بايد بوخت ساتلي وای، حتا پنجشېر يې هم ورباندې ونيو.

د طالبانو د مخکېني امارت کسان پوهېږي چې تېر ځل هم د پنجشېر نيول همدومره اسانه ول، لښکرکشي به وشوه، خو پاکستان به بيا امر وکړ چې ځنې را پر شا شئ، ځکه نه يې غوښتل په افغانستان کې جګړه ودرېږي، خو دا ځل يې له بدې ورځې پر پنجشېر هم لاس و نه نيو.

اوس حقاني شبکې ته د پاکستان ورسپارل شوی ماموريت دا دی چې په افغانستان کې يو داسې حکومت جوړ کړي چې نوم يې اسلامي امارت وي، خو تر بيرغ لاندې يې څوک ږېرې خرېيي، څوک نڅېږي، څوک نورې نارواوې کوي، کټ مټ لکه د پاکستان اسلامي جمهوريت، د اسلام مقدار پکې هغومره خوار وي، خو نوم يې اسلام وي او امارت پسې تړلی وي.

همدا لامل دی چې کله يې يوه حقاني‌ ته ملي بيرغ په لاس ورکړی وي پرې رپوي يې، کله يې بل حقاني بل ځای خوله چينګه نيولې او د ښه سړيتوب تمثيل کوي، بل يې مسعود قهرمان بولي، بل کله کله پر پاکستان د ناز وار کوي او دې ته ورته نورې نورې ډرامې، چې دا ټول يوازې تمثيل دی.

پاکستان ولې داسې غواړي؟
مجبوري اخيستی دی، که دلته د تېر په څېر امارت بيا واکمن شي، د پاکستان ټول خونړيان او خونکاران پورته کېږي، جنګ کوي او په پاکستان کې هم کټ مټ اسلامي نظام غواړي.

پاکستان غواړي په افغانستان کې د اسلامي جمهوريه پاکستان غوندې يوه حکومت په جوړولو او ناامنيو، سړي تښتوونو، مرموزو وژنو او نورو نادودو ورسره يو ځای کولو سره، خپلو توندلارو ته وښيي چې که شل کاله و هم جنګېږي، همدومره اسلامي حکومت به په لاس ورځي، لکه نن چې پاکستان اسلامي دی. سنګسار، بېګار او په دار ځړول ورباندې بالا.

پاکستان غواړي خپلو توندلارو ته پيغام ورسوي چې دا دی طالبانو تر شل کاله جنګ وروسته هم و نه کړای شوای، نو دوی ولې داسې جنګ وکړي چې پايله يې بېرته دا وي چې په پاکستان کې هيرا منډه‌يي پرانيستې، پر څارويو او د هديرو پر جسدونو جنسي تېري همداسې روان، د نجونو عفتونه لوټل کېږي، شراب پرېمانه او په څلور مذهبه نارواوې ټولې پکې روانې، خو نوم يې اسلامي حکومت وي.

د لوبې پايله او زموږ تاوان؛
موږ د تاوان پر کوټه ناست يوو، که هره خوا يې ګټي، تاوان يې موږ ته رسېږي. که يې قطر ګټي او طالبان لا خونړي کېږي، موږ به ډېر وژل کېږو، ډېر به تر فشارونو لاندې يوو، ډېر به در په در او د نړۍ پر هره لوېشت خاوره لا ډېر رټل کېږو، اما د امارت عمر به خورا لنډ وي او د دې امکان هم شته چې پاکستان دې ورسره مات شي.

که يې حقاني شبکه لاهور ته ګټي، هم موږ تاوان کړی، فشار به لږ راباندې کم وي،‌ ځينې به در په در وي، خو نسبتا يوه لږه اندازه ازادي به لري، اما د دې امارت عمر به اوږد او د پاکستان بقا ورسره يقيني وي.

بيا به پاکستان هم تر ډېرو کالونو افغانستان لاندې کړی وي، هم به يې تر ختمېدو لوټي، هم به يې د کوټې پر شورا نوټونه اخيستي او هم به يې پلورلي طالبان بېرته د دوی د ګټو څوکېداران وي.

خدايه! ولس مې له داسې ورځې وساتې چې د طالب له وحشته، ټامي د وطن قهرمان شي.‌

ليکوال سيد شاه

Comments are closed.