The news is by your side.

عمران او پاکستان يوځل بیا خپل عادت، منافقت وکړ

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان په خورا منافقت سره ټولې چارې مخ ته وړي کله يې لومړی وزير کله يې نور چارواکي ډ افغانستان لپاره نارې وهي چې افغانان په بد حالت کې دي خو اصل کې د دوی دا تګ لارې منافقت دی ځکه لومړي وزیر عمران خان يې اعلان وکړ چې د پاکستان له لارې به هند ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته زرګونه ټنه غنم وليږدوي خو هند په تازه بيان کې ويلي چې لاهم پاکستان اجازه نه ورکوي چې د هند مرسته شوي غنم افغانستان ته ورسيږي.
هنډ هېواد دا څرګندونې د عمران خان له ژمنې وروسته کړې او ويلي يې دي چې له پراخو هڅو سره سره بیاهم پاکستان د غنمو د انتقال اجازه نه ده ورکړې.
هند ويلي پاکستان دي له سیاسي مسايلو پرته له عامو افغانانو سره د مرستې پروسه نه زيانمنوي.
د افغانستان په هکله د پاکستان غوغا
تراوسه پوري چې تالبان افغانستان کې واکمن شوي افغانستان سره د پاکستان نژدې والی محسوسېږي او لکه د افغانستان استازيتوب چې کوي ټولې نړۍ ته وايي افغانستان سخت حالت کې دی او مرستې ورسره وکړئ خو دوی له افغانانو سره د مرستې کولو مخه نیسي.
که څه هم د هر يوه افغان دا سر خلاص دی چې پاکستان يې هيڅ وخت دوست کيدلی نه شي خو تالبانو لا تناب پکښي اچولی او لا يې همکارۍ او مرستې غواړي، که پاکستان زموږ له غریبو هېوادوالو سره د مرسته شويو غنمو مخه نيسي نو په دې بايد تالب فرد فرد پوی کړل شي چې د افغانستان د راتلونکي دښمن همدا پاکستان دی.
که څه هم د عمران ژمنه وه چې له افغانانو سره به د مرستې لپاره د هند د غنمو چوپې خوشي کوي خو لاهم اجازه نه ده ورکړل شوې

Comments are closed.