The news is by your side.

امريکا د افغانستان د بانکي سيستم په هکله مهمه پرېکړه اعلان کړه

خبريال وېبپاڼه: وروسته له هغه چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د افغانستان بانکي سيستم په یوه وخت کې د ګڼو ستونزو سره مخ دی او کېدی شي چې په شپږو مياشتو کې سقوط شي نو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې په دې هکله باندې په ځينو انتخابونو غور کوي ترڅو د افغانستان بانکي سيستم له سقوط څخه وژغوري.

د امريکا د بهرنیو چارو د وزرات وياند ند پرايس په یوه بيان کې وويل چې دوی نيت لري د افغانستان بانکي سيستم ته نغدې روپۍ ورپمپ کړي خو ددې لپاره دوی په داسې لارو چارو غور کوي ترڅو پورې دا پيسې په مستقيم ډول د تا، لبانو لاس ته ورنشي او ګټه یې د افغانستان بانکي سيستم ته ورسیږي، نوموړي همدار راز ټينګار وکړ چې دوی د نړيوالو خیریه بنسټونو سره په خبرو بوخت دي ترڅو پورې د افغانستان سره کېدونکې مرستې په داسې صورت سره خلکو ته ورسیږي چې تا، لبان ګټه ترې پورته نکړي، د اوس لپاره امريکا او نور غربي هېوادونو د ملګرو ملتونو له لارې د افغانستان سره بشري مرستې ترسره کوي او په مستقيم ډول مرستې د افغانستان نوي حکومت ته نه سپاري.

د بهرنیو چارو ياد ویاند ټينګار وکړ چې د افغانستان د خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي ده وویل چې سږ کال امريکا د افغانستان سره ۴۷۴ ميليونه امريکايي ډالرو په اندازه مرسته کړې، هغه د افغانستان د اقتصاد پخواني حالت ته په اشارې وويل چې موږ پوهېږو چې د افغانستان د سقوط وړاندې هم د اقتصادي حالت ناوړه و او ددې هېواد اقتصاد په نړيوالو مرستو ولاړ و.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط وروسته په افغانستان کې تا، لبان واکمنان شول امريکا د افغانستان د مرکزي بانک لس ميليارده ډالر قيد کړل او د افغانستان مرکزي بانک ته ډالرو ورکړه بنده شوه، ترڅنګ یې د پيسو نړيوال صندوق او نړيوال بانک هم د افغانستان سره خپله راکړه ورکړه بنده کړه چې دې کار د افغانستان بانکي سيستم د یوه خطرناک امتحان سره مخ کړ.

Comments are closed.

koi finance