The news is by your side.

د وحشت اوج؛ د شپېتو ښځو سره یې داسې کار وکړ چې…

خبريال وېبپاڼه: ځینې وخت انسان دومره وحشي کېدی شي چې اټکل یې څوک نشي کولای، په دې وروستيو کې بيا دا ډول وحشی پېښې چې اوس به په دې مطلب کې ترې خبر شی ډېرې شوې دي، دا ډول خلک که څه هم ډېری روانی ستونزې لري خو ځینې سریالونه او فلمونه په دې ډول ذهني تولید کې مقصر بلل کېږي.

تازه په کاناډا کې يو کس داسې يو وحشت ترسره کړی دی چې ټوله نړۍ ګوته غاښ ورته پاتې ده او حیرانه ده چې دا ډول انسان شکله د انسان دښمنان د کومه کېږي، دغه کس چې روبرت نومېږي د خوګانو يو چوپان و چې وروسته ورڅخه داسې يو ونشي جوړ شو، ده تر ۶۰ ډېرې ښځې چې د کور، والي لپاره به یې پیسې ورکولې خپل ځای ته را غوښتې وې، ددوی سره د کوروالي د ترسره کولو وروسته ېې دا مېرمنې په ډېر وحشی شکل له منځه وړلې او ددوی بدن یې د کوفتې تر ماشين تېراوه او وروسته به یې ددې ښځو غوښې خپلو خوګانو ته ورکولې او کله کله به یې د خوګانو د غوښې سره ددې ښځو غوښې ګډولې او په کليوالو به یې وېشلې ځینې وخت به یې پخپله هم ددوی غوښه خوړله.

د ځايي رسنیو د خبر په بنسټ روبرت داسې یو کس و چې د خوګانو يو ساتل ځای یې درلود، ده به تل خوګان پالل او ښوونځي ته به هم د همغه ککړو جامو سره تله او بوی به یې لګېده، په ښوونځي کې به یې ټولګيوالو ټوکې او رشخند ورباندې واهه، وروسته کله یې چې مور او پلار مړه شول نو د خوګانو د ساتلو په ځای کې کاملاً یوازې پاتې شو، ده به د ښځو سره د اړيکې ټینګولو لپاره هغوی ته زنګ کاوه او خپل ځای ته به یې راغوښتې وروسته د اړيکې څخه به یې دوی قتل کولې او بدنونه به یې خوګانو ته ورکول.

روبرت د کاناډا د پوليسو له لوري نیول شوی دی او د عمر قيد په سزا باندې محکوم شوی دی.

Comments are closed.