The news is by your side.

د خليلزاد توندې څرګندونې؛ تا، لبانو ته مو سزا ورکړه

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان لپاره د امريکا د حکومت پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي چې امريکا افغانستان ته د بشر د حقونو او یا هم د افغانستان لپاره نه وه تللې، په امريکا يو بريد شوی و او ددې بريد ترسره کوونکي او ملاتړ کوونکی یې په افغانستان کې و، امريکا ولاړه هغوی ته یې سزا ورکړه او بېرته یې راغله.

زلمی خليلزاد د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ويې ويل ايا د افغانستان د اوسني وضعیت په هکله د مسولیت احساس کوی وويل چې موږ د امريکا مسولين یو، موږ هلته د بشر د حقونو لپاره نه و تللي، په امریکا حمله وشوه او امريکا یې په مقابل کې په افغانستان برید وکړ.

خليلزاد په خپلو خبرو کې وويل چې تا، لبانو پخوا یوه غلطي وکړه او په امريکا د بريد سبب شول امريکا په افغانستان برید وکړ او تا، لبانو ته یې د خپل عمل سزا ورکړه، اوس چې تا، لبانو ته سزا ورکړل شوه، په امريکا برید کوونکی اسامه له منځه ولاړ نو امریکا مناسبه وګڼله چې د افغانستان څخه خپل پوځيان وباسي.

خليلزاد وروسته له هغه دا سپينې خبرې کوي چې ډېری افغانان په فناتيک ډول د افغانستان د حکومت د سقوط سبب زلمی خليلزاد ګڼي، ان د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي وايي چې ددوی حکومت خليلزاد سقوط کړ.

د چارو شننونکي وايي د افغانستان د پخواني حکومت د لوړ پوړو چارواکو دا ډول څرګندونې ښيي چې دوی څومره د پوچ مغز څښتنان و، خليلزاد يو امريکايی مامور و او د امريکا د پاليسۍ مطابق یې حرکت وکړ د امريکا حکومت یې خدمتونه وستايل او د هغوی لپاره ګټور تمام شو مګر د افغانستان د پخواني حکومت لوړ پوړي چارواکي اوس هم دا ماشومانه فکر کوي چې امريکا غوندې یوه لوی هېواد خپله پاليسي خپل پلانونه د خليلزاد شخصي فکر ته پرېږدي.

Comments are closed.