د لوی نړيوال بنسټ او تا، لبانو ترمنځ مهم توافق وشو

خبريال وېبپاڼه: د لوی نړيوال بنسټ او تا، لبانو ترمنځ مهم توافق وشو، په افغانستان کې پخوا هم د نا امنیو له کبله د مهم بنسټونو په ځانګړي ډول د نړيوالو خیریه بنسټونو د فعاليت لپاره زمينه نه وه مساعده او اوس د نوي بدلون سره ډېری بنسټونو د افغانستان څخه پښې سپکې کړې، خو اوس تازه د سرې مياشتې د عملياتي ادارې مشر دامینیک استیل هارت د افغانستان د نوي حکومت د ريس الوزرا د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره پخپله ليدنه کې مهم توافقات ترسره کړي دي.

نوموړي د ريس الوزرا د سياسي مرستيال سره تر لیدنې وروسته وويل چې سره مياشت د افغانستان د وروستي بدلون په حال کې هم د افغانستان څخه بهر نشوه او دلته د افغانستان د خلکو ترڅنګ پاتې شوه، ده په خپلو خبرو کې د تا، لبانو سره د خپلو ښو اړیکو څخه هم يادونه وکړه او ویې ویل چې دوی د تا، لبانو سره هېڅ ډول ستونزه نه درلوده او ښې اړیکې ورسره غواړي، ښاغلي دامينيک وړاندې د اړیکو د‌ قوي کولو په هکله خبرې وکړې او ویې ويل چې غواړي د نوي حکومت سره خپلې اړیکې نورې هم قوي وکړي.

د یاد بنسټ عملياتي مشر په خپلو خبرو کې د توافق ځینو ټکو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې توافق کې د روغتيا او کرنې په برخه کې په همکارۍ باندې ټينګار شوی دی، نوموړي وويل چې سره مياشت د هغه ژمنې په اساس چې د افغانستان د خلکو سره یې لري په افغانستان کې خپل فعالیت نور هم پراخوي، په ياده ليدنه کې د ريس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير هم په دې خبره ټينګار وکړ چې افغانستان په اوس وخت کې نړيوالو مرستو ته شديده اړتيا لري او ژمنه یې وکړه چې دوی د سرې میاشتې سره هر ډول همکارۍ او د مرستو رسولو لپاره هر ډول اسانتياوو رامنځته کولو ته تیار دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More