The news is by your side.

پنتاګون د افغانستان لپاره نوی د خطر ډک پلان اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه: پنتاګون د افغانستان لپاره نوی د خطر ډک پلان اعلان کړ، دغه اعلان د امريکا د ملي دفاع وزير لويد استین وکړ، د امريکا د‌ ملي دفاع وزير ښاغلی لوید استین وايي چې دوی په هر حالت او صورت کې په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، لويډ اسټین پخپل یوه بيان کې وويل چې په افغانستان کې د هوايي ځواک له لارې بریدونه ترسره کوي او ددې لپاره د تا، لبانو څخه اجازې ته اړتيا نلري، نوموړي زياته کړه چې د افغانستان څخه د نورو هېوادونو څخه ددوی الوتکې په دې هېواد کې د بمبارۍ لپاره کارول کېږي.

امریکا په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د خپل هوايي ځواک کارونې د پلان څخه پرده پورته کوی چې تا، لبانو څه موده وړاندې ددې هېواد څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان فضایي حریم ته بايد داخل نشي او د افغانستان د خپلواکۍ درناوی وکړي مګر امريکا ټينګار کوي چې د ترهګرو ډلو لپاره هېڅ ځای خوندي نه دی او دوی خپل هدف په هر حال کې تعقيب او له منځه يوسي.

په افغانستان کې د نوي حکومت د راتګ وروسته د امريکا پوځيان ددې هېواد څخه بهر شول مګر اوس هم ځای ځای په اسمان کې امريکايي الوتکې ليدل کېژي، په ځانګړي ډول ډرون الوتکې، تېره اونۍ هم د خوست ولايت څخه داسې راپورونه خپاره شول چې د امريکا بې پيلوټه الوتکې ددې ولايت په اسمان کې ليدل شوې وې.

امريکا په داسې حال د هوايي بریدونو خبره کوي چې د افغانستان د نوي حکومت مشر لا په ښکاره نشي را څرګند کېدی، تا، لبان وايي چې ددوی مشر ځکه نه ښکاره کېږي چې د افغانستان فضا ددوی په بشپړ کنټرول کې نه ده، دوی وايي د امريکايي بې پيلوټه الوتکو د برید څخه وېره لري.

Comments are closed.