fbpx

وزير ٣ دقيقې ناوخته راتګ باندې بخښنه وغوښته

په جاپان هېواد کې د اولمپکس لوبو وزير غونډې ته يوازې درې دقيقې ناوخته راغى، چې بيا يې د غونډې له برخوالو څخه بخښنه وغوښته، خو د غونډې برخوالو د هغه بخښنه ونه منله او د هغه ٣ دقيقې ناوخته راتګ يې وغانده.

يوشي تاکا ساکورادا ته په جاپان کې د اولمپکس لوبو د تنظيم ټولې چارې ورسپارل شوي دي، نو ځکه هغه ته د اولمپکس د لوبو وزير ويل کېږي. هغه له دې مخکې هم څو ځله پر خپلو تېروتنو بخښنې غوښتې دي.

تېره ورځ هغه د پارلمان يوې غونډې ته ناوخته راورسېد، هغه چې کله راورسېد نو د ټاکلي وخت نه ٣ دقيقې اوښتې وې، چې يې په خپل دې کار بخښنه وغوښته، خو د اپوزيسيون غړو د هغه بخښنه ونه منله او د غونډې څخه يې پرېکون وکړ او پنځه ساعته يې د دغه وزير په دې کار باندې احتجاج وکړ. دوى ويل چې ياد وزير په ناوخته راتګ سره د پارلمان حېثيت ته زيان رسولى دى.

دا هم ولولئ: دا نجلۍ صابون د آيسکريم په څېر په خوند خوري

پر يوشي تاکا ساکورادا باندې لومړى ځل نيوکې نه کېږي، بلکې هغه د سايبر امنيت دنده هم پر غاړه لري، هغه څه موده مخکې ويلي و چې په کمپيوټر نه پوهېږي او کله چې يې هم څه ته اړتيا پېښه شي، خپلو کارکوونکو ته وايي، له دې بيان وروسته پر ده باندې سختې نيوکې شوې وې. اپوزيسيون له ده څخه د استعفا غوښتنه هم کړې وه.

د يوشي تاکا په اړه يو ځل يوه ټولپوښتنه هم شوې وه، چې ٦٥ سلنه کسانو پکې د ده پر ضد رايه کارولې وه او ويلي يې و چې دا د کار وړ نه دى، بايد له دندې ليرې کړل شي، يوازې ١٣ سلنه کسانو بيا د ده په حق کې رايه کارولې وه او ويلي يې و چې بايد خپل کار ته دوام ورکړو، پاتې خلکو په ټولپوښتنه کې برخه نه وه اخيستې.