fbpx

هایکوماس: شته لاس ته راوړنې باید د سولې خبرو قرباني نشي

 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته په سفر سره د لته د ولسمشر په ګډون له یو شمېر لوړو پوړو دولتي مسؤلینو سره لیدلي.

ویل شوي چې د هایکو ماس د سفر هدف د افغان سولې پرمحور څرخي او دی به له افغانستانه وروسته پاکستان ته هم سفر وکړي.

هایکو ماس د افغانستان اجرائیه رئیس ډاګټر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې ويل چې په افغانستان کې د څو کلونو لويي لاس ته راوړنې باید د سولې خبرو قرباني نشي او دې برخې ته جدي پاملرنه وشي.

هایکو ماس په دې  کتنه کې په‌دې هېواد کې په بېلابېلو په تېره بیا د ښځو د حقونو، د رسنیو د ازادي او د بشري حقوقو په برخو کې د لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار وکړ.

د اجرائیه ریاست څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي له طالبانو سره د سولې خبرې به هغه مهال نتیجه ورکړي ترڅو دوی له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښيني

خو طالبانو په بار بار له افغان دولت  سره د خبرو غوښتنې رد کړې هغوی ټینګار کړی چې که چیري خبرې کوي نو له امریکا سره به یوه تفاهم ته رسیږی.

هایکو ماس ویلي، افغانستان او پاکستان ته په‌دې سفر سره غواړي، یو روښانه پیغام ورسوي او هغه دا چې جرمني د افغانستان د دوهم لوی مرسته کوونکې او داسې هېواد په توګه چې افغانستان کې زیات سرتېري لري په‌دې هېواد کې له هغې مسؤلیت سره چې اخېستی یې دی پاتې کېږي، هایکو ماس ویلي افغانستان د جرمني لپاره مهم دی او موږ دوهم مرسته کوونکی هېواد یو.

افغان دولت وايي چې په تیرو ۱۷ کلونو کې د بشري حقونو، بیان ازادۍ او د ښځو حقونو برخه کې مهمې لاس ته راوړنې لرلې دي او کوښښ کوي چې دا حیاتي او مهمې لاس ته راوړنې اغېزمنې نشي.