The news is by your side.

د اکراين د جګړې څلورمه ورځ او د ۲۵ هیوادونو پوځي مرستې

خبريال ويب پاڼه/ اکراين باندې د روسيې د يرغل څلورمه ورځ پيل شوې چې تراوسه د راپورونو له مخې يوازي يو ښارګوټی روسي ځواکونو نيولی او په کيف کې د دوی ترمنځ مقابله روانه ده.
د اکراين ولسمشر زلنسکي پټ مقاومت او د خپل هېواد پر ساتلو ټينګار کړی، اوس يو شمېر اروپايي او غربي هېوادونو د اکراين مرستې ته را دانګلي او ورسره پوځي مرستې کوي.
په دې هېوادونو کې امريکا، کاناډا، برتانيا او د اروپايي اتحاديې يو شمېر غړي هېوادونه دي چې ټولو توافق کړی تر څو له اکراين سره نظامي او تجهيزاتي مرستې وکړي.
بن والاس د بریتانیا دفاع وزیر دا غونډه جوړه کړې او له اکراين سره د مرستې توافقات شوي دي.
په دې مرستو او همکاریو کې وسلې مهمات او ټانک ضد راکيټونه او بشري مرستې شاملي دي چې اکراين به يې ترلاسه کړي.
اولاف شولتز د جرمني لومړي وزير وويل چې دوی به د ناټو له تسحيلاتي مرکز څخه د ار پي جي ۱۰۰۰ راکيټونه کې د ټانک ضد دي او همدارنګه ۵۰۰ سټينګر د الوتکو ضد توغندي چې له ځمکې هوا ته فير کيږي ډير ژر اکراين ته ورکړي.
په همدې ترتيب هالنډ ۲۰۰ سټينګر توغندي بلجيم، ۳۸۰۰ ماشيندار وسله او د سون تنونه توکي اکراين ته ورکوي.
د اکراين ولسمشر ويلاديمير زلنسکي پرون له امريکا او نورو هېوادونو وغوښتل چې له دوی سره د وسلو او مهماتو مرسته وکړي ولې دی له هېواده څخه هیڅ وخت تېښته نکوي
تراوسه پوري د ۱۹۶ اکراينيانو د وژلو او سلګونه نورو د ټپي کيدلو راپورونه ورکول شوي، د اوکراين پوځ ادعا کړې چې د روس پوځ ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې د دوی د ادعا پر بنسټ تراوسه يې ۳۵۰۰ سرتيري وژلي او همدومره يې ژوبل کړي دي

Comments are closed.