The news is by your side.

تالبانو بهر ته پر تلونکو کسانو بنديز ولګوی

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو عمومي وياند ذبي.ح الله م جاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې دوی هغه ښځو باندې چې بهير له محرم څخه بهر ته سفر کوي بنديز لګولی او همدارنګه هغه کسان چې بغير له عذره بهرنيو هېوادونو ته ځي د سفر اجازه نلري.
نوموړي وويل چې بهر تللی افغانان په ډیر بد وضعيت کې دي او دوی نه غواړي چې نور افغانان په ورته برخليک اخته شي او چاته به اجازه ورنکړي چې له افغانستانه بهر ولاړ شي.
د تير اګست مياشتې پر ۱۵ نیټه تالبان پر افغانستان پس له شلو کلونو واکمن شول او په دې موده کې دوی وجنګيدل خو کله چې تالبان کابل ته ننوتل ورسره سمدلاسه له هېواده د خلکو تېښته هم پيل شوه او تر دا مهاله لکونه افغانان د نړۍ بيلابيلو هېوادونو ته کډوال شول.
تراوسه پوري لاهم په افغانستان کې د تالبانو له ستون څخه ويره موجوده ده او خلک وايي چې د تالبانو په شتون کې به يې ژوند او روزګار‌ سخت شي.
تالبانو لا له وړاندې له هېوادوالو غوښتي ول چې په خپل هېواد کې پاتي شي او تېښته اختيار نکړي، خو خلک بيا شکايت لري چې د تالبانو له راتګ سره يې ژوند او کاروبار سخت شوی او نه شي کولای نور هېواد کې پاتي شي.
د تالبانو له راتګ سره افغانستان کې کاروبار سوداګري مياشتنی معاش او هرڅه په ټپه دریدلي او د خلکو ورځني عايدات خورا کم شوي او خلک يې پر خپل راتلونکي بې باوره کړي او تېښتې ته مجبوره دي په ورته وخت کې بيا يو شمېر کسان د تالبانو له بدل اخيستلو او ويري څخه له افغانستانه وزي او يا هم وتلي دي تالبانو په زياتو ولايتونو کې د عمومي عفوي سره سره د تير حکو مت يو شمېر سرتیري وژلي او شکنجه کړي

Comments are closed.