The news is by your side.

پاکستان وارخطا دی افغانستان سره يې سوداګري له دونيم څخه يو ميليارډ ډالرو ته ټيټه شوې

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري پخوا زیاته او پاکستان په همدې باندې تکيه کوله خو اوس چې افغانستان نوري لارې پیدا کړې او په دې هېواد کې روان کمزوری اقتصادي وضعیت هم باید ياد شي چې یو لامل به يې هم د اوي.
په دې اړه د پاکستان د تجارت خونې مسؤلینو اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې له افغانستان سره يې سوداګري صفر ته هم ټيټېدلی شي ځکه اوس هم د دواړو هېوادونو په سوداګري کې تر نیمایي زیات کمښت تر سترګو کیږي.
د پاکستان د سوداګرۍ خونې وويل چې موږ اندېښنه لرو ځکه افغانستان سره سوداګري له دونيم څخه يو ميليارډ ډالرو ته ټيټه شوې او په دې سره د پاکستان وضعیت د اقتصادي برخې نور هم خرابېدلی شي.
پاکستان اوس هم د‌ هغه هېوادونو په کتار کې راځي چې ژر ده اقتصادي سقوط وکړي.
په ورته وخت کې يو شمېر راپورونه وايي چې د تالبانو د سوداګرۍ وزير د خپل سيال سره نن تورخم کې ګوري.
په دې هکله ويل شوي چې دواړو لوري به د سوداګري او ترانزيت په برخه د پرمختګ او دې برخه کې پر ستونزو خبرې وکړي.
نورالدين عزيزي د تالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزير او عبدالرازق داود د عمران خان اقتصادي سلاکار تورخم بندر کې یو له بل سره کتنه پلان کړې ده.
پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې که څه ډ افغانستان و ړ توکي پو ره کولای شي خو سوداګر وايي چې دا توکي له يوې خوا ګران او بل پلوه زيات بې کيفيته دي چې د نورو هیوادونو د توکو په پرتله په بازارونو کې نه خرڅیږي.
تر ډيره بريده عا م افغانان هم له خپلو سوداګرو د وسې تر کچې دا هيله لري چې باید له پاکستان څخه تو کی صادر نکړي او دوی به يې هم په بازارو نو کې وا نه خلي

Comments are closed.