The news is by your side.

په اوکراين کې د ميشتو افغانانو وضعيت

خبریال ویب پاڼه/ په پراګ کې د‌ افغانستان اسلامي جمهوريت سفير شهزاد اريوبي په خپله تازه مرکه کې ويلي چې په اکراين کې د افغانانو او ټولو وضعیت ښه نه دی او دوی په دې تلاش کې دي ترڅو په اکراين کې مېشت افغانان که محصلين دي کډوال دي او ياهم انتظار کې له دې هېواده وباسي.
اريوبي وويل چې په دې هکله دوی د چک سلواکيا دولت سره خبرې کړې ترڅو هغه افغانان چې د دې هیواد سرحد پوري ځان رسوي بايد اجازه ورکړل شي.
چک کې د پخواني حکومت سفير وويل دوی لومړی هغه افغانان چې زيات په خطر کې وي په ګوته کوي او يو ليست ترتيب کوي چې له اکراين څخه يې وباسي.
د ده په وينا په اکراين کې حالت خراب او خلک په ويره کې دي له همدې امله دوی تراوسه پوري تر ۲۰۰ زيات افغانان تثبيت کړي او غواړي له دې هېواده يې وباسي چې پکښې افغان محصلین، ګډوال او له کابل څخه راوتلي د امریکا کاناډا او نورو هېوادونو انتطار کوونکي دي.
په ورته وخت کې د تالبانو د بهرنيو چارو وزارت هم په اکراين کې د ميشتو افغانانو او محصلینو په هکله اندیښنه ښودلې او ويلي يې دي چې له هرې ممکنه لارې غواړي په اکراين کې مېشت افغانان محفوط او له دې هېواده وباسي.
درې ورځې وړاندې روسیې پر اکراين بريد وکړ چې نن تر دريمې ورځې پوري يې ادامه پيدا کړې او روسي ځواکونه د اکراين پلازمېنې کيف ښار ته هم ننوتلي هلته د ملکي وګړو د ژوند او خوندیتوب په هکله بيلابيلي اندېښنې موجودي دي.
تراوسه په دې جګړه کې د سلګونه ملکيانو د وژلو راپورونه هم ورکول شوي ځکه نو لدې کبله په اکراين کې د میشتو افغانانو په اړه هم اندیښنې موجودې او زیاتیږي چې دوی بايد خوږ نه شي او په محفوظ ډول سره وايستل شي

Comments are closed.