The news is by your side.

د زوال وروستی حد ښايي پاکستان کې د يو ليټر پطرول او ډیزلو بيې ۲۰۰ روپيو ته وخيژي

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان په بازارونو کې د نفتي موادو قيمت تر بل هر وخت اوس لوړ شوی او خلک يې ډير وارخطا دي.
د تيلو د‌ اوسنيو بيو په هکله ويل شوي چې لا ښه دي خو په نژدې راتلونکي کې به دا قيمتونه نور هم لوړ وخيژي.
د اکراين او روسيې د جګړې را وروسته په نړۍ کې د خانو تیلو بیې لوړې شوې خو پاکستان کې اسمان ته ختلې.
پاکستان له څو ستونزو سره مخ دی چې نشي کولای د تیلو بازارونه کنټرول کړي لومړی په نړيواله کچه قرضداري چې دا هېواد يې د مرګ سلګیو ته غورځولی، د پاکستانۍ کم ارزښت د امريکايي ډالرو په وړاندې او همدارنګه نا امني او د حکومت په وړاندې پرتې ستونزې.
که چيري په پاکستان کې د تیلو بیې همداسې لوړې روانې وي نو ګمان کیږي چې په دې هېواد کې به د تیلو د یوه ليټر بيه ان ۲۰۰ پاکستانیو کلدارو ته ورسیږي چې بیا به بيخي د زوال وروستی حد وي
تر دې وړاندې د پاکستانیانو د اعتراضوونو په ترسره کولو سره له دولت څخه د تیلو د قيمتونو د ټيټوالي غوښتنه وکړه خو دولت يې يوازي په قرضداري باندې ځان ساتنه کوي.
ډالر تر بل هر وخت د پاکستانۍ روپۍ په وړاندې خپل ارزښت پورته کړې او داسې مالوميږي که د پاکستان اقتصادي حالت همداسې روان وي نو ښايي کلداره پر خپل اوسني حالت پاتي نشي او نوره هم په نړيواله توګه خپل کيفيت او کميت له لاسه ورکړي.
پاکستان به نورهم زوريږي او اخير به د سقوط او له منځه تللو حالت ته رسيږي ځکه چې هرکال خپله کلنۍ بودجه په پرديو پيسو او قرضونو باندې پوره کول اوس د پاکستاني دولت يو عادت ګرځېدلی خو په نړيوال بازار کې هم د پورونو د بيرته نه ورکړې له امله بې اعتباره شوی دی

Comments are closed.