fbpx

نوی کابل بانک د نويو غلو په ولکه کې؟!

په افغانستان کې چې بانکونو ته ځې، له يو شمېر اندېښنو سره به ځې. بانک کې به بیر و بار څومره وي، پيسې به زړې راکوي که نوې، برق به وي کنه او که نه وي نو کار به بیا بلې ورځې ته پاتې کيږي، او له بانک نه چې را ووځم څوک مې تعقیب نکړي پیسې را څخه وا نخلي، پيسې خير چې څوک مې ونه وژني او داسې نور.

خو له دې اندېښنو ور ها خوا يوه بله لویه اندېښنه شته، چې د نړۍ بل هېواد کې به يې څوک تصور هم ونشي کړای، خو افغانستان کې په نورمال ډول سره دغه معامله روانه ده. په نوره نړۍ کې جنايي پېښه باندې ښايي دومره تمرکز ونشي، لکه پر داسې موضوعاتو چې د هېواد اقتصاد ويجاړوي.

راځم د سترګو لیدلي حال ته؛ د نوي کابل بانک مرکزي برانچ (څانګې) ته د کابل په شهرنو کې ولاړم. غوښتل مې تقریبا څه باندې درې لکه افغانۍ راوباسم، چې د يو چا پور ادا کړم. صراف ته مې وویل، خو هغه د دې پر ځای چې ماته لومړی د نورې پروسې د سرته رسولو لپاره پارچې او کاغذونه راکړي، لومړی ووتلو او پیسې يې راوړې. د پيسو تقریبا ۷ بنډله پنځه سویز لوټونه يې راوړل او له ماشين نه يې تېرول، چې يو بنډل يې لږ پړسیدلی او نامنظم شانته ښکاریده او له ماشینه سم نه تیریده. بیا يې له دې سره لږ تندی تروش کړ او په غوسه يې له ځانه سره وويل: ((ای چه رقم پیسه ست)) او پیسې يې په لاس وشمېرلې. د پيسو د شمېرولو پر مهال یې نور پېرودنکي ښۍ او کيڼې غرفې ته لیږل، چې د صراف چلند لږ شکمن کړم.

د پارچې تر راکړې وروسته زه هم ولاړم او د لاسلیک شويو کاغذونو تر څنګ مې د لاسلیک د پخلي چارې او د تذکرې فوټوکاپي اخیستل او نورې چارې ترسره کړې او بېرته هماغه کړکۍ ته ورغلم، چې تر شا يې د څارنې کامرې هم لګيدلې وې.

بې له دې چې پيسې بیا د شمېرلو ماشین څخه تېرې کړي، بنډولونه يې راته کېښودل. زما سره شک و، چې د چارو د خلاصولو پر مهال ښايي صراف له بنډلونو ځينې پيسې بیرته اخیستي وي یا يې بنډولونه بدل کړي وي، نو ځکه مې هر یو بنډل له سره وشمېرلو، د شکاستيب شويو لوټونو شمېرې مې هم وکتلې چې نمبربدله نه وي، خو لوټونه ظاهرآ سم او بنډلونه پوره و.

د بانک د ودانۍ له وتلو څخه وروسته مې زړه و چې ځان ته شخصي ټکسي موټر ونیسم، خو سرک کې د موټرو او خلکو ګڼه ګوڼه دومره زیاته وه، چې غوره مې وبلله پلی ځان د شهزاده تر سرای پورې ورسوم. په تلو تلو کې به مې کله نا کله شا ته هم مخ اړولو، چې څوک خو به مې تعقیبوي نه؟

شهزاده سرای ته ورسيدم، غوښتل مې ډالر راونیسم، ځکه پور مې په ډالرو کړی و. د خپل سیمه وال امين جان خوستي صرافۍ ته ورغلم، کله يې چې پيسې له ماشين نه تيرولې نو یو پنځه سويز لوټ ماشين تير نکړ. ماته يې وويل، چې دا يو لوټ خو جعلي دی، ما ورته وويل چې همدا اوس مې له کابل بانک نه پیسې راوړې! دوی راته وويل، چې دا څه نوي خبره نده خو لوټ پخپله په لاس کې وګوره لږ سپک دی. د هغه لوټ پر ځای مې بل له خپلې بټوې نه ورکړ، کور ته چې راغلم لوټ مې ښه وکتلو، ډېر په مهارت جوړ شوی و، بازار کې ما چلولی شو، خو له ځانه سره مې وويل چې نه! زه به دا کار نه کوم، باید د دې لوی خیانت اصلي سرچينه پیدا شي، یقینا زه یوازینی کس به نه یم او دا لړۍ که قطع نشي ملي اقتصاد ته لوی ګوزار دی.

په همدې سوچونو کې وم، چې څه وکړم او له کومه ځایه يې پيل کړم؟ د نوي کابل بانک منېجرانو ته ورشم؟ آیا دوی به زما سره همکاري وکړي، که دوی خپله هم په کې ښکېل وي، نو ما ته به نورې ستونزې جوړې کړي؟ دوه درې ورځې مې په همدې هکله سوچ کولو، ځينو ملګرو ته به مې دا کیسه وکړه، دوی به را ته ويل ځه مه پسې ګرځه، دا افغانستان دی. خو زما زړه نه تسکین کیده.

څو ورځې وروسته مې وپتېيله، چې د افغانستان بانک ته ورشم، ځکه مرکزي بانک دی او د ټولو بانکونو د کنټرول او نظارت چارې په دوی پورې اړوندې دي. رایاده شوه، چې هلته مې يو دوست شته، هغه مې راپیدا کړ، جعلي لوټ مې هم ورښکاره کړ او غوښتنه مې ترې وکړه، چې د بانک له رييس سره راته د لیدنې زمينه برابره کړي، خو رييس او لومړی مرستیال په دفترونو کې نه و، ویل يې په سفر تللي، بالاخره دوهم مرستیال ته ورغلو، چې ښه روغبړ او ښه وضعیت يې راسره وکړ. ما هم ټوله کیسه ورته تېره کړه او دا مې هم ورته وويل، چې زما د معلوماتو له مخې ستاسو د کمرو لخوا اخستل شوې ويډيو تر شپږو میاشتو پورې ساتل کيږي او تر هغې وروسته بیا آرشيف کیږي، چې دوی يې هم پخلی وکړ. بیا مې وړاندیز ورته وکړ، چې د بانک نه په اخیستل شوي رسید کې دقیقاً ساعت او دقيقې ليکل شوي او د غرفې شمېره مې هم ورته وښودله او پر دې مې ټينګار وکړ، چې صراف د طرز العمل خلاف چاره ترسره کړې، ځکه پيرودنکو ته چې کله پيسې ورکول کيږي باید د دوی د سترګو په وړاندې پیسې له ماشینه تېرې کړي. زما وړانديز دا و، چې که په ناڅاپي توګه د همدې مرکزي برانچ ټوله ودانۍ وپلټل شي، چې څومره نورې جعلي پيسې هلته موجودې دي؟

مرستیال له ما نه ډېره مننه وکړه او د بانکي رسيد او جعلي پیسو نه يې عکس واخیست او زیاته يې کړه، چې د نوي کابل بانک له رييس سره زه په وايبر باندې دغه عکسونه شریکوم او د موضوع پلټنه کوم او په یوه اوونۍ کې به تاسو ته هم مالوت درکړم! زه هم ډېر خوشاله شوم، د دوی کارت مې ترې واخیست او ترې رخصت شوم. زه په دې هم ډېر خوشاله وم، چې خپل مسووليت مې ادا کړی و.

زه د يو ښه خبر او اجرااتو په تمه وم، خو یوه اوونۍ، دوه اونۍ او بله اوونۍ يوه په بله پسې تيریدلې، خو هیچا هم زنګ را ته ونکړ. فکر مې وکړ، چې کیدی شي کار به شوی وي خو زما تیلفون به مصروف یا سایلنټ و او دوی به زنګ کړی وي. بیا مې په خپله دوهم مرستیال ته زنګ وکړ او هغه خبره مې وریاده کړه. د ده ځواب دا و: ((مه برایشان ګفتم ولی آنها قبول نکردن)). د دې ځواب په اوریدو سره هک حیران شوم، نو ما ورته وويل، چې دا خو طبيعي ده، چې غل خو خپله غلا نه مني خو تاسو باید پلټنې کړې وای. خو د ده ځواب بیا هم منفي و! بالاخره مې ورته وويل که تاسو اقدامات ونکړئ، نو زه به خبره تر رسنیو ورسوم. بیا هم ډېره غیر منطقي ځواب: ((هر چه میکنی دلت!)). اوس خو تر هغه جعلي پنځه سويز، د دغه بې مسووليته مسوول کس ځواب ډېر خوابدی کړی وم. دلته نو دوه خبرې وې، یا دغه شخص دومره بې کفایته دی، چې حتی موضوع په اهمیت نه پوهیږي او یا هم د همدې کړۍ شریک دی.

څو ورځې متواتر، هر ځای کې به چې له نږدې ملګرو سره مخ کیدم دا کیسه به مې ورته تيروله، چې دوی محتاط اوسي. خو یوه ورځ په پغمان کې يوه ملګري کره مېلمه وم، چې هلته مې هم دا کیسه تيره کړه، د ملګري مېرمن مې چې د يوه ښوونځي مدیره ده، راته وويل، چې د دوی په ښوونځي کې يې يوې ښوونکي ته د معاش په پيسو کې درې نیم زره افغانۍ جعلي ورکړې وې، چې بیا هغه بانک ته ورغله چې زما نیمايي معاش چې تاسې جعلي راکړئ، نو زه څه وخورم؟ بیا هلته د بانک مدیر ورته ويلي و، ((خير است برایت تبدیل میکنیم)) او پيسې يې ورته بدلې کړې، چې دا خپله یو ښه ثبوت دی، چې ولې يې جعلي پيسې ورته بدلولې؟

یوه موده وروسته مې د خپلوانو سره په يوه مېله کې برخه درلوده، چې راز راز خلک موجود و، ما د پيسو دا جریان بیا تیر کړ. زموږ یو خپل چې سوداګر دی ويل يې، هره پنجشنبه چې له دکاندارانو د اوګرايي پيسې راټولې کړم، خامخا دوه درۍ جعلي لوټونه په بنډلونو کې راووځي، څرنګه چې د ټولولو پر مهال زما سره د پيسو چک کولو ماشین نه وي، نو ماته معلومات نه وي، چې له چا نه مې اخیستی او زه يې هم بیا نورو ته ورکوم، نو دا جعلي پیسې په دوران کې دي.

پنځه سوه افغانۍ
د پنځه سوه افغانيو جعلي لوټ

یو بل صراف ما ته دا متل تیر کړ: چې په يوه ګل نه پسرلی کيږي!

ما ورته په ځواب کې دا وجیزه وويله: ((څوک چې مبارزه کوي کیدی شي ويې ګټي کیدی شي ويې بایلي، خو څوک يې چې نه کوي له اوله يې بایللې.))

نور نو قضاوت ګرانو لوستونکو ته پرېږدم؛ کابل بانک د ملیاردونو پيسو یو بانک و، چې يو ځل خو یوې بلې کړۍ بې اعتباره او په ګونډو کړی و، چې په سختۍ يې بیرته په پښو ودرولو. ولسمشر ته دې خدای اوږد عمر ورکړي، خو که په رښتیا هم زر کلن شي او هر څومره ښې برنامې هم ولري، خو چې د دغې مافیا مخه ونه نيول شي، هر څه به عبث وي؛ لکه په ګدام کې چې موږک وي، له یوې خوا به غله راځي او له بلې خوا به یوازې موږک ډيریږي او چاغيږي! که هر څومره هم مرکزي بانک بازار ته د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه ډالر ليلام ته وړاندې کړي، بیا به هم افغانۍ ثبات ونه مومي، تر څو زموږ د اقتصاد له سټې څخه دا چنجي ونه ایستل شي.

نوټ: جعلي پنځه سویز به زما سره د یادګار په توګه وي، ډېر ښه يې جوړ کړی چې دا به کوم هېواد کې جوړ شوی وي؟

ليکوال : اجمل روهي