The news is by your side.

د امريکا ډنډورچي روسيې ته پيغام يو وړ، عمران خان پوتين سره کتلي

خبريال ويب پاڼه/ د کيف او ماسکو جګړه او په دې موقع کې د عمران خان سفر د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرايس وويل چې دوی د عمران خان له سفره موږ خبر وو، او پر اکراين باندي يې د روسیې له لوري د خپل دريځ بيان ورته وکړ او د جګړې پر ځآی مو ورته د ډيپلوماسۍ افشن وړاندیز وکړ.
داسې ښکاري چې عمران خان په دې وخت کې يوازي د يوه ډنډورچي دنده مخ ته وړي چې اوس تازه يې د يوه لوي احتمالي خطر د رامنځته کولو پر مهال د امريکا پيغام روسيې ته وړی داسې ښکاري چې پاکستان اوس امريکا ته د حيثيت له مخې په ټيټه کټه ګوري کې دی.
پر ورته مهال پر يو داسې اساس وخت د عمران خان سفر روسيې ته د نړیوالو په وړاندې د پاکستان حيثيت نور هم ټيټ او دا هېواد يې د يوه دوه مخې ته توګه ور وپېژانده.
عمران به د پوتین سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړي او له دې هېواد څخه د پېښېدونکي خطرونو په هکله به نظريات او اندېښنې يو له بل سره شريکې کړي.
د تيرو دوه لسیزو په موده کې دا د یوه پاکستاني مشر دا لومړی سفر دی د پخوا په پرتله د پاکستان او روسيې اړيکې ښه شوې خو عمران خان اوس روسيې ته په فرمايش تللی او هلته به تر ډيره تمرکز د امريکا پر پیغام رسولو وکړي ځکه هغه ته دا دنده ورکول شوی ده.
روسي ځواکونو نن پر اکراين بريد وکړ او دا برید د امريکا په ګډون د نورو هېوادونو له سخت غبرګون سره مخ شو پوتين وويل د جګړې پلوي نه دی او د اکراين پوځ بايد دوی ته تسلیم شي

Comments are closed.

koi finance