The news is by your side.

احتمالي جګړې: د پسرلي په راتګ تالبان وارخطا دي

خبريال ويب پاڼه/ په افغانستان کې داعش او د تالبانو په وړاندې د مقاومت په نوم جبهه او نورې وسلوالې ډلې غواړي په پسرلي کې خپل بريدونه زيات کړي.
تر دې وړاندې افغانستان کې دذم. پسرلي په راتګ سره تالبانو د افغان جمهوريت په وړاندې د جګړې پلان او د عملیاتو نوم اعلانوی خو دا چې سږ کال تالبان د افغانستان واکمنان دي نو د دوی واکمني ته هم يو شمېر تهديدونه موجود دي.
داسې ښکاري لکه مخکې چې د جګړې اصلي مرکزونه جنوبي ولايتونه وي او خلکو به يې د پسرلي په راتګ ويره لرله چې جګړه به يې ژوند سخت کړي اوس دا ويره د افغانستان د شمالي ولايتونو خلک له ځان سره لري.
تالبانو د افغانستان په مرکزي ولايت باميان کې تيره ورځ د ۱۵۰۰ اضافي ځواک د ځای پرځای کیدلو خبر ورکړی.
همدرانګه په دې وروستیو کې د افغانستان پنجشېر ولایت چې د مقاومت جبهې اصلي مرکز هم بلل کېږي امنيت خراب شوی او دې ولايت ته د اضافي ځواکونو د استولو خبره يې کړې.
تالبانو په پروان او کاپيسا ولايتونو کې هم د ورته اقدام پيل کړی او په يوه ولسوالۍ کې يې د ځواکونو يو تقويتي کنډک جوړ کړی.
د مقاومت جبهې ویاند صغبت الله احمدي رسنيو ته ويلي چې دوی په نژدې راتلونکي کې د تالبانو په وړاندې د عملیاتو پلان لري چې هغه وخت به يې بيا جزیات شريک کړي.
د تالبانو غبرګون ؟
تالبانو وويل چې په پسرلي کې به هم د مقاومت جبهې له لوري هيڅ ونه شي ذبي ح الله مجاهد وويل چې په ژمي کې يې ډير ځواکونه روزلي او دې ولايتونو کې يې تقسیم او د امنیت ټينګښت لپاره به کار وکړي.
په ورته وخت کې د تالبانو په وړاندې داعش يوه بله قوي ډله ده چې د ښارونو امنيت په فوقلعاده توګه خرابولی شي

Comments are closed.