پاکستاني عسکرو افغان ماشومان وهلي ، تالب ځواکونو بډل کې تراوسه ۱۴ عسکر هلاک کړي

راپورونه وايي چې د تالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سپين بولدک سرحدي ښارګوټي کې د تالبانو او پاکستاني عسکرو د يوې خونړۍ نښتی راپور ورکول شوی.
راپورونه وايي چې د سپين بولدک سره نژدې نښته رامنځته شوې چې پيل يې د غرمې ۱۲ بجې وو، او تر اوسه دوام لري.
نښته وروسته له هغه رامنځته ته شوې کله چې له سپين بولدکه ور اوښتې افغان ماشومان د پاکستاني عسکرو له لوري ووهل شول.
د کندهار يو شمېر امنیتي سرچینې خبر ورکوي چې سيمې ته اضافي ځواکونه هم رسيدلي ښايي دا چاره د جګړې د اوږدیدو لپاره په کار اچول شوې وي عام خلکو بیا د تالب ځواکونو مقاومت ستايي او د دوی د هرکلي لپاره راوتلي دي.
که څه تراوسه په دې جګړه کې د دوه کسانو د وژل کيدو خبر ورکول شوی خو یو شمېر سرچینې وايي چې په دې جګړه کې پاکستاني لوري ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او پکښې ۱۴ پاکستاني عسکر هلاک شوي دي
راپور پوره کيږي….

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More