The news is by your side.

ټي ټي پي پښتونخوا کې چوپتيا په يوه چاودنه ماته کړه د امن کمېټې مشر يې هلاک کړ

خبريال ويب پاڼه/ د خيبر پښتونخوا ټولې هغه د نا امنۍ پيښې چې د پاکستاني پوځ او حکومت په وړاندې ترسره کيږي پړه يې ټي ټي پي مني.
د پښتونخوا د ټانګ ضلعه کې د امن کمېټې يو مشر نصرالله په هغه بمي چاؤدنه کې ووژل شو چې خپل د کور مخې ته پرې وشوه، هغه لومړی ټپي اوبيا يې روغتون کې ساه ورکړه.
که څه هم تر اوسه په رسمي توګه د دې برید پړه چا نه ده منلې خو دلته داسې بريدونه هر وخت ټي ټي پي تر سره کوي.
دا څه وخت پښتونخوا سکوت اختيار کړی وو، او ټي ټي پي مصروف ښکاريده خو بيرته راتګ يې خطرناکه او لويه چادونه يې وکړه.
ټي ټي پي د پاکستان ستان د جابرو عسکرو په هکله خلکو او ديني عالمانو ته خبرداری ورکړی چې هيڅوک به د دې عسکرو جنازه کې ګډون نکوي.
د پاکستان او ټي ټي پي د سولې خبرې
که څه هم د افغان تالبانو په منځګړيتوب د ټي ټي پي له لوري په پاکستاني دولت يوه مياشت باور وشو او يوه مياشت يې پرې بريدونه ونکړل ولې وروسته د پاکستاني رياست دوه مخې توب ښکاره او د دې تحريک سرتیرو بيرته د پاکستاني عسکرو په وړاندې عمليات پيل کړل.
ټي ټي پي او بي ايل اې په پښتونخوا او بلوچستان کې په پاکستاني عسکرو په ورځ د اسمان ستوري حساب کړل په دې مياشت کې يې د دې جابر پوځ په وړاندې درنې چاودنې او لوی بريدونه وکړل چې تر ۵۰۰ زياتو عسکرو ته يې مرګ ژوبله واړوله وله.
پاکستان له ټي ټي پي سره د سولې خبرو په هڅه کې دی ترڅو دوی يې له شره خلاص شي خو د ټي ټي پي ډيري لويي غوښتنې دي پاکستانی دولت يې حيران کړی دی.

Comments are closed.

koi finance