The news is by your side.

رحيمي ته کابل کې مشروعيت د يوناما مشري او مهمو تالب چارواکو سره يې کتلي د پردې تر شا څه دي؟

خبريال ويب پاڼه/ څو ورځې وړاندې د‌ پرزول شوي جمهوريت د سولې وزير او د اشرف غني ځانګړي استازي عبدالسلام رحيمي له بهر نه کابل ته سفر وکړ چې له متقي ان س ح قاني او نن يې د خپلو ليدنو لړۍ وغځوله او نن يې د تالبانو د لومړي وزير مرستيال عبدالسلام حنفي سره کتلي.
دا چې د پردې تر شا څه دي خبره پټه ده خو که رحيمي د غني پيغام نه وي را وړی بلکې د يوه ټولشموله حکومت د رامنځته کيدو په اړه يې هڅې پیل کړې دي، وړاندې يو شمېر تالب سرچینو خبريال ته ومنله چې د سلام رحيمي سفر عادي نه دی او هغه د یوه جوړجاړي په موخه کابل ته راغلی تر څو تالبان قانع کړي چې د ترکيې په جوړيدونکي دويم کنفرانس کې ګډون وکړي د دې کنفرانس لومړۍ مرحله د جمهوريت پرمهال استانبول کې ترسره شوې وه.
مالومات ښيي کله چې افغانستان کې د يوه ټولشموله حکومت د جوړيدو هڅه کېدله نو پر واک چې غني وو، د دې کنفرانس د جوړيدو مخالفت يې کاوه خو اوس چې تالبان پر واک دي نو د دې کنفرانس د جوړولو سره مخالفت ښکاره کوي.
دا ښکاره خبره ده چې رحيمي په عادي توګه افغانستان ته نه دی راغلی لکه څنګه چې د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي اعلان کړ بلکې دا سفر څو مهم اړخونه لري چې د رحیمي لپاره په لوړه کچه د تالبانو مشران وخت پيداکوي ورسره ويني، ښايي رحيمي زياتې پټې محلي ليدنې هم ترسره کړې وي چې هغه يې رسنيزې شوې نه دي.
د رحیمي له سفر سره جوخت د پرزول شوي ولسمشر اشرف غني د راتګ اوزې هم افغانستان ته ګرمې شوې چې وروسته يې د اشرف غني د کسانو له لوري رد شوې خو د اشرف غني ورور وويل که اړتيا ليدل کيږي چې اشرف غني دي هېواد ته راشي نو هرومرو به راځي هغه په دې وروستيو کې له نوموړي سره ليدلي هم دي.
يوناما پر خپل ټويټر ليکلي چې د اشرف غني له وزير او ځانګړي استازي عبدالسلام رحيمي سره د دې ادارې مشري ديبرا لاينز کتلي د سولې د ارزښت او رامنځته کولو په هکله يې ورسره خبرې کړې دي.

Comments are closed.