The news is by your side.

مخامخ ټلويزوني مناظره عمران خان مودي ته سر ټيټ کړ

خبريال ويب پاڼه/ عمران خان د هند او مودي په وړاندې ماتې وخوړه او اخير يې مودې ته سرټيټی ومنی.
پاکستان او هند دوه ګاونډيان خو دوه سيالان او سر سخت مخالفان هم دي پاکستان په خپل دوه مخې توب خپل ټول ګاونډيان دښمنان جوړ کړي دي.
عمران په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې د هند او پاکستان د اړیکو د پراختیا او ستونزو له منځه وړلو لپاره حاضر دی چې له خپل هندي سیال نريندرا مودي سره مخامخ ټلويزوني بحث وکړي.
هغه وويل له ډيره وخته د‌ پاکستان او هند ترمنځ ستونزې شته ولې دی غواړي چې دا ستونزې د مخامخ ټلويزوني مناظرې له لارې حل کړي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان دولت په دې موخه د هند بهرنيو چارو وزارت سره تماس نيولی ولې تراوسه يې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د پاکستان موخه څه ده؟
پاکستان تل يوازي د خپلو موخو او ګټو په نظر کې نيولو سره وړاندې تللی او تراوسه پورې يې هيچا ته هم ګټه نه ده رسېدلې، په دې هېواد کې اقتصادي بحران ناامنۍ او داسې نورې کړنې چې پاکستان پکښې خپل زوال وينې له هند سره غواړي خپلې اړیکې عادي او سوداګري تعلقات ولري.
په پاکستان کې وروستۍ نا امنۍ او د بلوڅ ملتپالو بيرته قوي را ګرځېدنې پاکستان وارخطا کړ، د دې بریدونو پړه لومړی دې هېواد پر افغانستان او بیا پر هند واچوله.
که څه هم اوس په افغانستان کې تالبان واکمن دي او پاکستان د هند په وړاندې همدا اقدام غوښت خو اوس چې د دوی ملګري واکمن دي ورسره سم پاکستان او نورو سرحدي سیمو پر پاکستاني عسکرو بريدونه زيات شوي چې تر اوسه پکښې سلګونه عسکر هلاک شوي هم دي.

Comments are closed.