fbpx

کابلوف: طالبان له موږ سه د سولې هوکړه لیک ضمانت غواړي

 

د څو میاشتو راهیسي د سولې په نوم په نړیواله توګه په څو هېوادونو کې ناستې شوې خو تراوسه د بیلابیلو ناستو په هکله هیڅ نتایج نه دي مالوم شوي.

د افغانستان د سولې په هکله د امریکا او طالبانو تر منځ تر دا مهاله پنځه ناستې شوې چې د راپورونو له مخې تراوسه دواړه لوري تر یو شمېر هو کړو رسیدلي او پر یو شمېر هوکړو باندې به له دې وروسته خبرې ترسره شي.

روسیې ویلي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په هکله د خبرو ملاتړي دي خو ويې  ویل چې باید په دې برخه کې هرګام په سیمه کې د امنیت لپاره وي

اوس تازه راپورنه خپاره شوي روسي چارواکي وايي طالبانو ترې غوښتي له امریکا سره د سولې د هوکړې په صورت کې د توافقاتو ضمانت وکړي.

ضمیر کابلوف چې د افغانستان په برخه کې د روسیې ځانګړی استازی دی ویلي يې دي چې دوی له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو ملاتړي دي، خو دغه مذاکرات باید په سیمه کې د امنیت او ثبات سبب شي. دده په خبره دوی له طالبانو سره هم نږدې اړیکې لري او دغه ډلې ترې غوښتي چې له امریکا سره د سولې د کېدونکو هوکړو یا توافقاتو ضمانت وکړي. دده په خبره یوازې روسیې نه بلکې نورو هېوادونو ته هم طالب وسله والو دغه وړاندیزونه کړي دي او له دوی یې غوښتي چې د سولې د هوکړو ضمانت وکړي. کابلوف دا نه دي ویلي چې روسیه به ددغه هوکړو ضمانت وکړي کنه، خو تر دې وړاندې اروپايي ټولنې او روسیې په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

تراوسه پوري د افغان سولې د اصلي هوکړي څرک ورک دی او هر افغان تمه لري چې ډېر ژر باید د ورکې سولې څرک پيدا او افغانستان سوکاله شي.

 

Loading...