امریکا د مقاومت جبهې ملاتړ کوي
خبريال ویب پاڼه/ له مقاومت جهبې او په ترکیه کې د افغان سياسونو په نامه د ازادۍ جبهې سره امريکايې استازو لیده کاته زیات شوي دي په تیرو دوو هفتو کې دا دویم ځل دی چې د امريکا ځآنګړی استازي ټام ویسټ د ط/الب ملیشو حکومت له مخالفو ډلو سره وینې.
تیره اونۍ د امريکا ځانګړي استازي ټآم ویست په هند کې د سولې شورا عاالي شورا له پخواني مشرمشر عبدالله عبدالله سره هم لیده کاته کړي او د افغانستا په اوسني حالت يې خبري اتري کړي دي .
له دې وروسته د امریکا ځآنګړي استازي ټام ویست په ترکيه کې له هغو افغان سياسيونو سره چې د افغانستان د ژرغورني په نامه يې د افغانستان د ازادۍ جبهه رامنځته کړي ده لیده کاته کړي دي.
په ظاهره خو ټام ویسټ او افغان سياسيونو د لیدو موخه د افغانستان په سیاسي وضعیت بڅث وو خو داسې ویل کيږي چې امریکا له يادو ډلو سره نوي وعدې کړي دي.
د امریکا د ځآنګړي استازي ټام ویسټ ليدنې له افغان سياسيونو سره په کومه موخه تر سره کیږي او څه پايلې به ولري.
د افغانستان په شمال کې مقاومت جبهې د بریدونو زياتوالی په داخلي او نړیواله سطحه د ط/الب ملیشو انزوا او د دوی له لوری له بشري حقوقو سرغړونه تندلاري غوره کول، له القاعده او نورو تره ګرو ډلو سره د اړیکو پراخوالی ټول هغه څه دي چې شايد امریکا يو ځل بیا په همدې به همدې سیاسيون سرمايه ګزاري وکړي او يو ځل بیا یې په يوه نه يوه بڼه ملا تړ وکړي.
د ط/الب ملیشو حکومت په کوردننه او نړيواله سطحه هیڅ حقوقي مشروعیت نه لري، لومړي دا چې ط/البان پر افغانستان واکمن شول داسې ښکاریده چې په دریز کې يې نرم والی راغلی هغه پځواني ط/البان نه دي.
د ط/الب ملیشو حکومت هځه کوي یو ځل بیا هغه پځواني قوانین په افغانانو عملي کړي چې څو کاله پخوا يې حکومت پرې مشهور وو.
په ښځو يې ډول ، ډول ینديزنه لګولي د تعلیم حق ، د کار یې ترې يې اخیستی. د بشري حقوقو په ښکاره سرغړونه کوي داسې ینديزونه یې پرې لګولي چې د ټولو افغانانو ژوند یې له سختو کړاونو سره مخ کړی دی. په افغانستان کې سخت اقتصادي بحران روان دی.
د ط/الب ملیشو حکومت ددې پر ځای چې دا بحران مدیریت او کنټرول کړي بلکې د حنت اودوزځ سوټی یې په لاس هره ورځ افغانان پر ډبوي.
که د ط/الب ملیشو حکومت دې ته پام ونه کړي په افغانستان کې د يوې بلي جکړې د پښیدو امکان شتون لري او ډير ژر به د دوی د حکومت په سر تمامه شي ځکه ټول افغانان تري نفرت کوي.
Comments are closed.