افغانستان کې د سپکاوي نوی کلتور
خبریال وېبپاڼه/ نړۍ کې د سپکاوي کلتور په پراخیدو دی، په خاص ډول په وروسته پاتې او کم سواده ټولنوکې. افغانستان یې ښه بیلګه ده، دلته ان په رسمي رسنیو کې هغه بحثونه ډیر ستایل کیږي چې د یوچا، یوه اړخ، یوې ډلې، یوه سیاسي ګونډ او یوې سیمې په تړاو پکې له سپکاوي او تورونو ډک کلیمات او جملات کارول شوي وي.
تور پورې کول په داسې کلتور بدل شوي چې له هیچا سره یې د سپیناوي تصور نه پیدا کیږي. تر ریښتیا درواغ ډیر پړسول کیږي او د لویدیځ په څیر په درواغجنو افواهاتو ډیر ډالر ګټل کیږي.
کیسه داسې ده، چې پر انټرنټ د درواغو خبرونه، ویډیوګانې او اعلانات تر رښتیا هغو ډیر کلیکونه او لایکونه اخلي چې سترې او وړې کمپنۍ د همدغو کلیکونو شمیر او کچې ته په کتو یې چار سمبالو ته پیسې ورکوي.
نړیوالې ارزونې ښيي چې د نامعلومو ادرسونو پرمټ هره ورځ پر ټولنیزو رسنیو پر درواغجنو خبرونو او ویدیګانو سلګونه میلیونه کسان میلیاردونه ځلې کلیک کوي او په ورځنۍ کچه د سلګونه میلیون ډالرو دغه بزنس د ودې په حال کې دی او نوي لوبغاړي یې تر زړو لا ډیر تیز او بې پردې ترسره کوي. یوشمیر کسان د نورو په ځورولو پیسې ګټي. ددې سوداګرۍ له غوړیدا سره کم سواده او د سم او ناسم ترمنځ کم توپیر کونکي کسان او ټولنې لانور د ټولنیز کړکیچ تل ته ور لویږي او د شخصي حریم په ګډون د ډیرو ایماندارو کسانو د عزت او درناوی د سپکاوي کلتور وده مومي.
د افغانانو پر ټولنیزې فضا دسپکاوي او اتهام کلتور هراړخیز سیوری خپور شوی او لیدل کیږي چې دلته د ټولنیزو رسنیو د کارونکو لویه برخه په ورځني ډول پر داسې مسلو او کسیو شخوند وهي چې د کرکې، ناوړه ژبې، اتهامونو، سپکاوي او رټلو کلتور یې پراخ کړی او پرځوان نسل یې اغیزې هیڅوک د اوس لپاره نشي اندازه کولی. د افغانانانو د اغیزمن ژوند دغه ډګر په داسې جال کې راګیر ده چې د خلاصون لپاره یې نه په کور دننه کوم قانون شته، نه د پوښتنې او را کشونې کوم سیستم او لید لوری او نه هم پر دغه ټولنیز ډګر له بوخت قشر سم د تحقیق فکر.
لیدل کیږي چې پرټولنیزو رسنیو ډیر کسان هرڅه د هرچا له خولې مني او له ځان پوهولو پرته درواغو دومره وپړسوي چې ان ځینو په خبره پوه کسانو ته یې هم رښتیا وبریښي. هغه د پښتو متل پر افغان ټولنیزو رسنیو د ډیرو لپاره صدق کوي چې وايي: غوږ دې سپي یوړ، نو ډیر ددې پرځای چې یوخل غوږ ته لاس کړي په سپي پسې منډې وهي. بل متل وو چې وايي: ترڅو چې رښتیا را رسیږي درواغو به کلي وران کړي وي. اوس یې هره ورځ پر ټولنیزو رسنیو وینو.
ددې لیکنې موخه په دې وروستیو کې پر فیسبوک اوټویټر د افغانانو لخوا ترسره کونکو کرکجنو بحثونو ته یوه کتنه وه چې له بده مرغه د لس کاله وړاندې پرتله یې اغیز پراخ شوی او د کم سواده کارونکو له ډیریدو سره یې دیوه تریخ واقیعت بڼه خپله کړې او په ټولنیز لحاظ یې ستونزې زیاتې کړیدي. څوکاله وړاندې یوشمیر په هغه او دغه پوهو ځوانانو فیسبوک د درواغو ځاله بلله او ټویټر ته یې مخه کړه، خو نن سبا پردغه معتبره نړیواله رسنۍ هم ډیر شمیر افغانانو د اتهامونو، سپکاویو، کرکې خپرولو، ددین او کلتور دمسخره کولو او دتعصب خپرولو ته کار ویلی او په پوهیدلي او نا پوهیدلي ډول د خپلې ټولنې، خپل ولس، خپلو ځوانانو د پرمختګ مخه ډب کوي.
لیکوال: مالک عاصم
Comments are closed.