The news is by your side.

تېر نظام عسکر او يو سپی

خبر ياال وی پاڼه/يو ټانګ به مو د پوستې مخته هر وخت درولی ؤ.
نادره دا وه چې يوه ورځ يو سپی راغلی ژبه يې ويستلې وه داسې ښکاريدۀ چې ډېر وږی او تږی دی.
زۀ زر پوستې ننوتم پاتې شونې وريژې مې ورته را وویستلې او په يوه پلنه تيږه مې ورته واچولې سپي ناببره په خوراک پيل وکړ.

په ټانک کې اوبه هم راسره وې هغه مې په يو غټ سرپوښ کې ورته توی کړې مخته مې ورته کېښودلې.
سپی اموخته شه د ورځې به د ټانګ سيوري ته داسي په خواږه خوب ويده وه هغه د چا خبره؛ د پاجا په باچاهي کي يې هم چورت نه واهه .
کله نا کله به په موږ جنګ کیده، خو سپی ډېر زړور و، داسې ښکاريده لکه تېر عمر ټول يې د مرميو په باران کې تېر شوی دی.
ځکه چې زمونږ د ټانګ دهشکې ډېر ويرونکی غږ درلود خو سپی يې په کيسه کې نه ؤ.

خبره رانه اوږده نشي يوه ورځ په پښه باندې ولګيده زه ډېر ورته خپه وم ځکه چې ډېر اصيل سپی ؤ او زما سره ډېر زر اموخته شه ، خو سپی مې يو څه په خپله هڅه تداوي کړ ورو ورو ښه کيده خو په د مخکې په شان په همغسي تللی نه شو.

هر کله چې موږ طالبانو ته تسليم شوو
کله چې موږ ته د پوستې د تسليمدو امر وشو هر څه مو ط/البانو مو ورکړل ، زړه مې وو چې دا سپی راسره بوځم خو داسې حالات ؤ چې رښتيا ووايم سپی مې بيخي ذهن ته نه دی راغلی.

څلور مياشتې وروسته يوه ورځ په چکر تللي و ملګرو ته مې کيسه کوله چې هغه برې خواته زموږ پوسته وه چې ور نږدې شوو ګورم چې زموږ د پوستې مخته سپی تر اوسه پروت دی، خو پوسته ړنګه ړوچه ده ؛ خدای شته خپل وجدان ته ډېر خجالت شوم ځکه چې د سپي وفا ماته هلته معلومه شوه.

ورغلم سپی را جګ شه داسې مينه يې راسره پيل کړه تا به ویل چې دا څلور مياشتې ما يو ځای ورسره تېرې کړي وي ، ما هم وار خطا نه کړ موټر ته مې راجګ کړ ګوډ سپی مې کور ته راوړ ټولې کورنۍ ته مې د دۀ د وفا کيسه وکړه اوس راسره دی ښه يې ساتم.

خو د نن سبا ځينو يارانو ته چې د زړه وينې ورکړې بيا هم بې وفايي کوي، چل کوي دوکه کوي، بد نيتي کوي ، ما ډېرو ملګرو سره د زړه څخه ملګرتيا وکړه بيا يې هم يوازې پرښودم په يو نيم دغه سپی ښه بولم.

 

لیکوال: د تیر نظام يو عسکر

Comments are closed.