د پاکستان سفير که د امارت امیرالومنین

خبريال ویب پاڼه/ هغه يو متل دی چې نه مري لا به واو وارې، د پاکستان سفير په افغانستان کې داسې رول ادا کوي ته وايې چې د ط/الب ملیشو د حکومت امیرالومنین يا د هغه ارشد سلاکار دی.

د پاکستان سفیر منصور احمد خان له خپلو کارونو سره سره د افغانستان په ټولو مسلو کې ځآن دخیل ګني. داسې له لکه د اوسنې حکومت مشر چې وي په وزارتونو ګرځی، له وزیرانو سره اونیزې ناستي لري د حمارت په لویه او وړه مسله کې حتمن دد نظر پوښتل کيږي، د وزیرانو واليانو په ټاکنه کې پوره ، پوره صلاحیت لري ، حتی په ولایتونو ګرځي د عامو افغانانو سره وینې، د هغوی ستونزي او مشکلات اوري او خلکو ته یې د حل وعدې ورکوي.

د پښتو يو متل دی : دا د پټي سر دی پټی چې مخته ځې پټی همدومره سورور دی د پاکستان سفير نه يوازی د افغانیستان په داخلي سیاست کې خپل رول لوبوي بلکې د افغانستان په خارجي سياست هم پوره کنټرول لري تر ټولو بده لا دا چې په کابل کې د نورو هيوادونو سفيرانو ته بلنه ورکوي او له هغوی سره د افغانستان په اوسني حالت بڅث او خبري او اتري کوی.

پاکستان د افغانستان په بهرنی سياست تر ټولو زيات کنټرول لري ځکه له يوې خوا منصور احمد خان خپل کوښښ کوي او له بلې خوا بیا د ط/الب ملیشو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تر پاکستاني سفير منصور احمد خان ډیر پاکستانی دی د پاکستان لپاره په خپلو کارونو کې هيڅ غفلت نه کوي.

له کله چې ط/الب ملیشې پر افغان مسلت شوي د افغانستان د هرې برخې چور او تلان روان دی د افغانستان د پوځ سلې ، ټانګونه او مهيمات پاکستان ته قاچاق شول.

يوازي له کندهار ولايت څخه په سل ګونو هاموي ټآنګونه ، رینجري په زرګونو میله درنې او سپکې وسلي باکستان ته يوړل شوي .

په افغان وطن داسې چور روان دی خدای دې د بل چا وطن داسې نه بې سرپرسته کوي خدای دې هیڅ هیواد د داسې دوښمن په لاس نه ورکوي چې په هيڅ شي يې صرفه نه کوی آن د مړو هډکو هم لا ترې غواړي چې په راتلونکي بیا دوی ترې صابون جوړوي.

په افغان وطن داسې چور روان دی چې د ځمکې لاندې زیرمې هم لا چور کيږي د ط/لب ملیشو له راتګ سره هره ورځ به زرګونو ټنه یوازي د افغانستان د ډبرو سکاره پاکستان ته وړل کيږي چې په اوسني وخت کې د انرژۍ د تولید تر ټولو مهیم توکي بلل کيږی نه يوازی د ډبرو سکارو بلکي قمتي ګآنې ، او معدني توکي پاکستان ته وړل او قاچاقیږي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More