The news is by your side.

د ټي ټي پي او پاکستان تر منځ نوی اوربند وشو

خبریال وېبپانهپه کابل کې د طالب ملېشیو په منځګړتوب د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ نوی اوربند وشو.‌

دا اوربند چې له نن یعني سه شنبه د مۍ میاشتې ۳۱ نه پیل کېږي تر نوياعلان پوري غځېدلای شي.

له تېرو دوو اونیو را هیسته پاکستاني پوځ او استخباراتي کارکونکي په کابل کې د پاکستاني طالبانو سره په خبرو بوخت وو چې د اوربند لپاره لاره پرانیزي. 

طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د اوربند پرېکړه وشوه او د دواړو لورو ترمنځ به اوربند تر هغه مهاله غځېږي چې تر څو نوی اعلان کېږي.‌

د دې اوربند په بدل کې به د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو نیول شوي ځیني کسان بېرته خوشي کوي او هڅه به یې دا وي چې نور پر دوی باندي چاپې ونه وهل شي. 

سرچینه وايي چې پاکستاني طالبان به په قبایلي سیمو کې آزاد ګرزي او هم دا راز به دوی په آزاده پښه افغانستان ته هم تګ راتګ کوي.

د پاکستاني پوځ او پاکستاني  طالبانو ترمنځ د اوربند په کولو کې تر ټولو ډېر رول د طالبانو د حقاني شبکې لوبولی دی.   

 

Comments are closed.