The news is by your side.

اوکراین په فزیکې خو افغانستان په فکري لحاظ تباه شو

خبريال ويب پاڼه/ همدا اوس مې د اوکراین د ماري پول ښار ویډیو کتله چې د اوکراین ولسمشر ولادي زیلنیسکې هلته ددې ښار لیدو ته ورغلی په وډیو کې هر خوا ته د سختې جګړې نښې نښانې ليدل کیږي، په ښار داسې تباهې ګډه شوي ته به وایې په دې ښار قیامت راغلی ، سړکونه ، ودانۍ ، مارکيټونه آن ونې او بوټي هم د اور لمبو سوځولي.

د خلکو داسې چوپه چوپتیا ده چې سړی فکر کوي مخکي دلته هيڅ کوم يوه انسان ژوند نه دی کړی او نه دا تباهي د کوم انسان له لاسه رامنځته شوي ده، په ښار کې له اوکرایني عسکرو پرته چې ځای، ځای ولاړ دي بل هیڅ نه لیدل کیږي. مارې پول داسې یو وحشتناکه بڼه غوره کړی چې انسان یې په لیدو ډاریږي.

خو بل پلو بیا کله چې په ویډیو کې د اوکراین ولسمشر او واکراني عسکر وینې مورال يې بیخې قوي ښکاري داسې معلومیږي چې په وطن يې هیڅ نه وي شوي بلکي داسې ښکاري چې ښه خوشاله دي ځکه دوی له وطن څخه دوښمن شړلی ، په دې خوشاله دي چې دوی ځان د تل لپاره له غلامۍ ژوغورلی وي . په دې خوشاله دي ښه ده چې دوښمن ته يې ماتې ورکړي کنه همدا سوځیدلی ښار به هم اوس د بل چا په لاس کې وو دا خاوره ، دا بوټی دا سوځيدلي ودانې به هم اوس د واکراین نه بلکي د روسيه شمیرل کیدل.

زینلنسکې خپلو عسکر ته مورال ورکوي هغوی ته شاباس او افرین وايي چې دوښمن یې په کوڼدو کړي او خپله خاوره يې له بهرني يرغلګرو ژوغورلي ده .
اوکراينان ځکه خوشاله دي چې دوښمن يې مات کړی که دوی ژوندي وه وطن به بیرته له سره ورغوي بیرته به يې وطن سمسور شي بیا ښکلي ودانۍ او مارکیتونه پکې جوړ کړي اوکراینان په دې خوشاله دي ښه ده چې دا خاوره يې له تیري وساتله کنه بیا به يې د وطن د جوړولو واک هم نه درولود د وطن هر تصميم به يې د نورو په لاس کې وه.

خو افغانستان بیا تر اوکرأین له سختې تباهۍ سره مخ ده، افغانستان داسې مات شوي چې اوس يې دوښمن غواړي افغانان تر نسلونو د ځان غلامان جوړ کړي ، له تعلیم او پوهې یې لري وساتي داسې چې د جهالت په تيارو کې يو مخيزه دا ملت د تل لپاره ورک شي .

د توري پرهر جوړيږي خو د ژبې پرهر بيا هیڅ کله نه جوړيږي اوکراين به جوړ شي ځکه خلک يې جوړ دي افغانستان د تل لباره د تباهۍ په لور روان دی.
په افغانستان داسې څوک واکمن دي چې د هر افغان ارزښت بیرغ، سرود، قانون خلاف دي په خپل وطن کې څوک له خپل ملي ارزشت څخه دفاع نشي کولي.

که اوکراین په فزیکي ډول خراب شوی خو افغانستان بیا په فکري ډول دومره سخت بمبار شو چې تر نسلونو نسلونو پورې په له دغه ناسور څخه ځوریږي.

Comments are closed.