The news is by your side.

د کابل هوایې ډګر له پاکستان نه کنټرولیږي

خبریال ویبپاڼه/ د پاکستانې رسنيو د راپورنو له مخې چې د ط/الب ملیشو له قوله يې خبر ورکړی ویلي چې د کابل نړیوال هوايې ډګر له پاکستان څخه کنټرولیږي.

د پاکستان مشهورې ادور نیوز ورځپاڼې د راپور مخکې چې پکې ویل شوي د کابل نړيوال هوايې ډګر له هغه وروسته له پاکستان څخه کنټرولیږي چې د ياد هوايې ډګر په رادار کې څه ستونزي رامنځته شوي.

راپور زياتوي چې له هغه وروسته د کابل ڼړيوال هوایي ډګر د کنټرول چاري پاکستانيانو ته وسپارل شوې چې ددې هوایې ډګر رادار خراب او د ط/الب ملیشو له پاکستاني چارواکو څخه مرسته وغوښته.
دا لومړی ځل ده چې د افغانستان هوايې ډګرونو له پاکستان څخه کنټرولیږي.
د کابل نړيوال هوایې ډګر په داسې وخت کې له پاکستان څخه کنټرولیږي چې څو ورځي وړاندي د ط/الب ملیشو حکومت له متحده عربي اماراتو سره د کابل هوايې ډګر په ګډون د دریو هوايې ډګرونو د سمالښت تړون لاسلیک کړ.

د يادولو وړ ده يوازي د کابل نړيوال هوايی ډګر نه دی چې د پاکستان له خوا کنټرولیږي بلکې د افغانستان ډیري ادارې د پاکستانیانو له خوا مدیریت کیږي.

د افغانستان بانګ هم له پاکستان څخه کنټروليږي په خپله ددې بانګ رییس هم پاکستانی دی. د افغانستان بانک تخنیکې چارو د پاکستان له اسلام اباد څخه مدیریت او کنټرولیږي.
د ط/الب ملیشو حکومت له خوا په مخابراتو وزارت کې هم ډیری پاکستانیان په دندو ګمارل شوي آن داسې هم ویل کیږي چې د تیر نظام د ټولو دولتي کارمندانو ډیتابیس له پاکستان سره دی.

مالیی وزارت کې هم په لوړو بستونو پاکستانیان ګمارل شوي چې د هر یوه زرګونو ډالر معاش اخلي.
د ط/الب ملیشو د حکومت له خوا د بهرنیو مسیساتو لپاره ځآنګړی استازی پاکستانی او هغه په خپله هم وایې چې اصلي د پاکستان يم .
د ط/البانو په غوښتنه په بهرنيو موسیسو کې تر ډیره پاکستانیان ګمارل شوي دي.

حتی په وزارتونو او لایتونو کې هم مقررۍ د پاکستان له خوا کيږي او هغه ط/الب مشران چې غواړي په لوړو بستونو باندي کار وکړي یو ځل حتمن د پاکستان دوره کوي.

له پاکستان له خوا دغه بربنډ تیري عام افغانان سخت غوسه کړي او له ط/لب ملیشو څخه غواړي چې نور د پاکستان غلامي پریږدي او د افغان ولس لپاره کار وکړي که په خپله د کار جوګه نه وي نور افغانان دي کار کولو ته پريږدي.

د ط/لب ملیشو له راتګ نه وروسته د افغاستان ډيری اداري يا فلج شوي او يا له فلج سره مخ دي.
د ط/البان په حکومت کې تر ټولو فعاله اداره د امربل المعرف اداره ده چې هره ورځ په خلکو نوي ، نوی بنديزونه لګوي . چې د افغانانو ژوند یې له سخت کړاوو سره مخ کړی دی.

Comments are closed.