The news is by your side.

نورستان د اور په لمبو کې، ط/الب ملیشې په څه لګيا دي

خبريال ویب پاڼه/له تیرو څلورو ورځو راهیسې د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د ځنغځیو په ځنګله کې اور لیګيدلی، د لومړنیو معلوماتو له مخې دغې اورلګیدنې تر دې دمه ۱۵ هکتاره ځمکه سوځولي ده او لا هم دغه اور په ډیر شدت مخته روان دی .

د سميې ځایي اوسیدونکو رسنيو ته ويلي چې نن څلورمه ورځ ده چې په یاد ځنګله کې اور لګيدلي دی خو تر اوسه د ط/الب ملیشو د حکومت له لوري د اور په مړ کولو کې هیڅ راز مرسته نه ده شوي.

د ځایي خلکو په خبره چې دغه اور نن هم په ډير شدت روان دی له دوی سره يې د کنټرول او مړ کولو هیڅ راز امکانات نشته د هغوی په خبره که دغه اور ژر کابو نشي په زرګونو هکتاره نوره ځمکه به هم وسوځي چې له امله به یې د نورستان خلک له سخت اقتصادي زیان سره مخ شي.

د اور لګیدنې لامل د ځایي ط/الب خپلو سرو ملیشو تر منځ د ځنغځیو په حاصلاتو جګړه وه چې له امله يې په ياد ځنګله کې اور ولګيد دتیز باد له امله دغه اور لا هم په شدت روان دی .

که څه هم ارو د ط/الب ملیشو له لاسه رامنځته شوی خو د ارو په مړ کولو کې تر اوسه هیڅ نه دي کړي.
د ط/الب ملشو مشران په کابل کې د دې پر ځای چې د افغانستان په مسلو غور کړی دوی هره ورځ د پاکستان په سفارت کې جشن نیولی دی. هلته د پاکستان له سفیر( د امارت له امیرالمومنین ) سره میلمستاوې خورې .

له ط/لب ملیشو د وطن لويي ستونزي پاتې خو دوی د افغانانو په شخصي ژوند پسې را خیستي ده..
له یوې خوا له لویه سره په افغانستان کې سخت اقتصادي بحران روان دی بې وزلی او بی کاري خپل اوج ته رسيدلی که د عامو افغانانو دغه یوازینې حاصلات هم وسوځي د هغوی ژوند به له سختو ننګونو سره مخ شي.

اوس به افغانستان کې دنورو توکو تر څنګ غنم سخت ګرانه شوي چې اخیستل يې د بې وزله افغانانو له وسه وتلي کار دی.
افغانستان يو زرعتي هيواد دی د خلکو ژوند تر ډیره په همدې کرنیزو حاصلاتو روان دی.

که همدا کرنیز حاصلات یې هم ختم شي نو د افغانانو ژوند به له سخت ماروین سره مخ شي چې کابو کول به يې ډير سخت کار وي.

ځکه په افغانستان کې دولتي ادرې تر ډیره فلج دي په نورو برخو کې د کار پته لګيږي.

Comments are closed.