The news is by your side.

له بشري مرستو د ط/لب ملیشو غلاوي

خبريال ويبپاڼه/ د تیر جهموري نظام له سقوط وروسته کله چې ط/لب ملیشې پر افغانستان ملست شوي په افغانستان کې بشري ناروین پیل شوی ، افغانان له سختو افتصادي کړاونو سره مخ دي.

په روته وخت کې بیا د خوړو نړيوال سازمان راپور ورکړي چې په تیرو څو میاشتو کې يو ملیون کسانو ته په افغانستان کې بشری مرسته وررسولي ده.

د خوړو نړيوال سازمان په خپل يوه ټویټ کې لیکلي چې ياد سازمان په تیرو څو میاشتو کې یوازي په دریو ولایتونو کې له يو میليون کسانو سره بشري مرسته کړي ده.

که څه هم د خوړو نړيوال سازمان په خبل راپور کې يو میلون کسان ياد کړي خو په حقيقت کې دا شميره تر ډیرې کچې ناسمه ده هغه ځکه چې په لری پرتو سيمو کې د خوړو او مرستو ټول واک له ط/الب ملیشو سره دی او هغوی بیا په يادو مرستو کې په پراخه پیمانه درغلي کوي.

د میدان وردګو ولایت يو اوسېدونکي خبريال وبیپاڼې ته وویل چې ط/البان دغه مرستې یوازي خپلو ط/الب ملیشو ته ورکوي.
د نوم نه ښودلو په شرط نوموړی وایې چې په خپلو سترګو يي څو ځله لیدلی چې د ط/الب ملیشو سمیز قوماندان له دغو مرستو خپل سهم بیلوي او بیا په بازار کې په دوکاندارانو خرڅوي.

باید وویل شي په بشري مرستو کې څو،څو ځله د پراخو درغلیو او غلاوو راپورنه ورکړل شوي دي.
آن داسې هم ویل کیږي چې د یادو بشری مرستو څو جبې غنم پاکستان ته وړل شوي .
په هلمند او غزني کې هم د ط/الب ملیشو له لوري په مرستو کې د پراخو درغلیو راپورونو ورکړل شوي.
د سمیې د خلکو له قوله دغه بشري مرستي په دریو برخو تقیسمیږي چې لومړی هغه يې خلکو ته او نورو دواړه برخي بیا په خپل منځ کې ویشي.

د يادولو وړ ده چې په لوګر ولایت کې د بشري مرستو د غلا پر سر د دوو ط/الب قوماندان جکړه وکړه چې په ترڅ کې دری خپل سري ط/الب ملشي ووژل شول.

نه يوازي په سمیزه کچه د غلا د شتون راپورونه ورکړل بلکي په لویه سطحه هم د ط/الب ملشو چارواکو غلاوي او فساد کړی.

د ط/الب مشر د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر هم په ورته قضیه کې څلور ملیونه افغانۍ غلا کړي وي چې څه موده وروسته يې بیا کیسه رسنیزه شوه.

د عامې روغتیا وزیر هم د ورته غلا په پیښه کې له دندې ګوښه خو څه موده وروته د ملي ستندرد په اداره کې د ریس په توګه ګمارل شو.

Comments are closed.