The news is by your side.

د بلې جګړې خطر! طا/لبان وسلې کندهار ته انتقالوي 

خبریال وېبپاڼهپر افغانستان واکمنو طا/لب ملېشیو د د هیواد له شمالي ولایتونو؛ کابل او ځینو نورو سیمو د لويي‌او درنو وسلو انتقال کندهار ته پیل کړی دی. 

په دې وسلو کې لویه برخه توپونه؛ ټانکونه او زغره وال ګاډي شامل دي. 

د طا/لب ملېشیو د دفاع وزارت یوې سرچینې خبریال وېبپاڼې ته ومنله چې د وسلو انتقال یې پیل کړی دی؛خو سرچینه وايي چې دا وسلې به یوازي په کندهار نه بلکه په روزګان او هلمند کې هم خونديکړل شي. 

کندهار ته د درنو وسلو او پوځي وسایطو پراخ انتقال په افغانستان کې دننه او بهر دوه لويي اندېښنې را ټوکولې دي. 

خیني افغانان په دې باور دي‌ چې د طا/لب ملېشیو د دوو لویو ډلو حقا/ ني ډلې او کو کوټې شورا ترمنځ اختلافات اوج ته رسېدلي‌او ډېر ژر د دوی ترمنځ یوه پراخه جګړه پېلېدونکی ده؛ خو ځیني نور بیا وايي چې ښايي اوسني واکمن په دې ډار شوي وي چې د افغانستان شمالي ولایتونه له لاسه ورکوي‌او بیا به دوی پراخې وسلې ونه لري. 

بل اړخ ته په طا/لب ملېشیو کې د بې باوري‌ کچه را ټیټه شوې او تر ډېره بریده دوی یو په بل اعتبار نه کوي. 

دوی د خپل منځي اختلافاتو سره سره د نړۍ والو له توندو غبرګونونو سره هم لاس او ګریوان کېدای شي چې ښايي تر ډېره بریده د دوی نظام د یوې سخت ننګونې سره مخ شي. 

Comments are closed.