The news is by your side.

د دريو نفرو جمهوريت/ سيد شاه

د مولوسيا جمهوريت د نړۍ يوازېنی جمهوريت دی چې ټول نفوس يې درې تنه او درې سپي کېږي.

کيون بو د دې هېواد جمهوررييس دی چې تمامه ورځ په ديکتاتوري لباس کې ګرځي، تورې عينکې په سترګو کوي او جدي غږېږي.

امريکا ته هر کال يوه اندازه پيسې ورکوي او دغه ورکړه يې د جمهوررييس له نظره بهرنۍ مرستې دي.

اسپرا د مولوسيا جمهوريت پايتخت دی چې د جمهوررييس ماڼۍ او يوه باغچه پکې ودانې دي.‌

مولوسيا د رېل يو ګاډی هم لري چې په برق چلېږي، خو يوازې ماشومان پکې سپرېدای شي.

دې هېواد ته بې وېزې څوک نه شي ورتلای او په وېزه کې يې مهر هم جمهوررييس په خپله وهي.

مولوسيا د ولويرا په نامه رسمي پولي واحد، ملي سرود، ملي بيرغ، ځمکنی، هوايي او سمندري ځواک هم لري.‌

مولوسيا په ۱۹۷۷ کې د وولدشتاين د عليا جمهوريت په نامه جوړه شوه، تر پنځه ويشت کاله شاهي وروسته، په خلق ډيموکراټيک جمهوريت بدله شوه، په ۱۹۹۹ کې د کمونيسټ حزب تر انحلال وروسته‌ تر اوسه جمهوريت ته اوښتې.

په دغه هېواد کې په پيازو او ګلپي خوړلو بنديز دی او په دې سربېره پکې د کېلي کلاکرسن له سندرو پرته، له ټيکزاس څخه هر نوع مواد راوړل بند دي.‌

ت| لبان حتا دې هم په رسميت نه دي پېژندلي!!!

سيد شاه

Comments are closed.