The news is by your side.

د ملا مړه ګيډه او په ښار کې وږي سوالګر

خبريال ویب پاڼه/ تیره جمعه که څه هم راباندي ناوخته شوه ژر ، ژر مې اودس وکړ ، د جمعې د لمانځه لپاره مې ځان چمتو کړ ، که رښیتا ووايم زړه مي نه کیده چې جومات ته ولاړ شم بس زړه نا زړه جومات ته ولاړم ، د خدای ویره مې په زړه کې را وګرځيده د همیشني عادت له مخې مخ په جومات روان شوم.

هلته چې ورسيدم یو ملا چې له ډيرې چاغ والي يې سمتی خوت، لويه غيټه په ونه لنډ په ممبر ولاړ وو ، هغه د چا خبر سم دم داسي ښکاريده ته به وایی د دوزخ ترافیک دی.

زه هم ورغلم د جومات يه يوه کونج کې ، په منځني کتار کې کیناستم ، په منبر ولاړ ملا داسې سور اوسپین کیده ته به وايې یو خروړی سپی او يو داسي څوک يې لیدلي چې د خاوند په کور يې برید کوي او يوازینی مسولیت ده ته ور له له غاړي دی چې باید د خپل خاوند د کور ساتنه وکړي.

ملا په داسي غوسه او چیغو خبري کولې ته به وايې همدا اوس يو عالم خلک د تباهۍ په خوا روان وي ، ملا ته داسې ښکاریده چې ناست خلک په څو شيبو کې دوزخ ته روان دي، او دی يوازي څو دقیقي وخت لري چې پوه يې کړي او له دوزخ څخه يې د جنت په لور را وګرځوي.

ملا چې ښه ډیره ډوډۍ خوړولي وه له هر ځل ښوریدا سره به يې ستمی خوت کله نا کله به يې په ناپامه ډول يو نا دوده ټيغ هم له ستوني څخه را ووت.

ياد ملا ګل مامد نوميږي په سخت دریزې ملا مشهور دی دومره سخت دریزه دی چې د ځان خبره ټيک د قران او شریعت خبره ورته ښکارې.

په غالب ګومان د نن جمعې موضوع: د صحابوو او زموږ ژوند ته کتنه وه.

ملا لګیا وو ټولو ناستو خلکو ته په سپکو سر وو ، تانې يې ورکولي د هغه په خبره صحابوو څومره سخت ژوند تیر کړی وه ، له لوږې به يې تیږې په نس پوري تړلي وې ، په یوه خورما به يې بسته ورځ روژه نیولي وه ، په ټول ژوند يې په ماړه نس خوراک نه دی کړی ، خپله يوه ګوله مړۍ به يې له نورو ملسمانانو سره نیمايې کوله.

خو د ملا ځانته پام نه وو چې له ډیره مړښته په خپل ځای نه شوای دریدای ، لويه خيټه او ډبل بدن يې د ښه اسرات متند ژوند نښه وه.

ملا ناستو خلکو ته مخه کړه ، خدای مو خورا نه کړه ، له خدای نه وویريږئ، یوه ورځ سختي نه وي درباندي راغلي بیا مو خولي اسمان ته نیولي ، بيا له هر څه بې بیزاره ياست.

ملا په ډير تکبر خوله خلاصه کړه دا د ښار سواګر نه دي دا ټول د خدای په غضب اخته شوي ، د دوی له خدایه تمه ختلي ، دوی مست دي ، که مست نه وای په کور به ناست وای .
ملا چې په پړسيدلي ګيډه لاس تیراوو وويل ښآ!! دا سوالګر به ډير مسکینان.وي که صحابه ، دوی به ډير وږي وي که صحابه دوی به ډير مجبوره که صحابه……

ملا په همدې خبر لګيا وو زما سترګو ته د جومات مخته ناسته سولګره ودریده ، چې په ډیرو سوو ،سوو چیغو يې خپل ناروغ ماشوم زوی او وږي او لادونو يادول.
هغه تنکی شپږ کلن ماشوم مي سترګو ته ودريد چې د ناروغې خور درد سوال ته مجبوره کړی وو، او داسي سل او زر نور سوالګر چې سختې مجبورۍ سوال ته مجبوره کړي وو.

په سترګو مي توره شپه شوه همداسې له جومات څخه را ووتم له ځان سره مې وويل چې دا بیغرته د دین په نامه ځانته ارامه او ښه ژوند غواړي خو نور ته بیا د سختیو بلنه ورکوي.

سپین لباس د پرښتو ابلیس اغوستی
جاهلان وايې وارث د پیغمبر دی

Comments are closed.