The news is by your side.

د پښتو نړيواله ورځ: پښتانه په څه حال دي

خبريال ویب پاڼه/ نن د غبرګولي ۸ د پښتو ژبې ملي ورځ ده. د پښتو ژبې د رامنځته کيدا کره نیټه لا اوسه معلومه نه ده چې کله او څه وخت رامنځته شوي ده خو د ډیرو څیړونکو په باور پښتو ژبه څو زره کلن تاریځ لري آن ځینې څیړونکې خو د پښتو ژبې د رامنځته کيدا وخت د سلمان ع زمانه بولي خو ډیری څیړونکي بیا په دې باور دي چې پښتو ژبه په بلخ کې د يوه اریايې قبیلې پښت، پخت پا پشت له خوا رامنځته شوه.
په هر صورت موږ په دې لیکنه کې د پښتو په تاریخ ، لرغونتوب او قدامت بڅث نه کوو بلکې د پښتون قوم او پښتو ژبې په اوسنې حالت باندي کوو.

لومړی به راشو د پښتون قوم اوسني حالت ته پښتانه په څه حال دي ژبه ، دود، کلتور، سیاست يې په څه حال دی.

پښتنانه که د کرښې هغې غاړې پښتونخوا يا افغانستان کې دي سخت ځپل شوي له هره اړخه ددې قوم د ځپلو لپاره کار روان دي.

په افغانستان کې پښتانه په بیلابیلو نومونو وځپل شول په تیر شلن جمهوريت کې هم پښتنو چندان ښه وضعيت نه درلود له يوې خوا پرې نا تمامه جګړه وتپل او له بلې خوا په سياسې ډول سخت وځپل او له انزوا سره مخ وو.
د پښتون قوم سره په تیر شل کلن جهوریت کې د مور او میرې چلند کيده پښتانه تر ډیره له سياسي صحنې لری ساتل شوي او که کوم پښتون په واک کې وو په هغه باندي بيا له ډیرو خووا فشار وو.

په افغانستان کې تر ټولو دير د پښتو سميې ځپل شوي د پښتنو په سميمه کې سرک ، نشته ښوونځي نشته او حتي د ژوند له لومړينو حقوقو څخه بې برخې دي .

که څه هم پشتون قوم تل د نورو د دسيسو ښکار شوي خو له بله پلو په خپله د پښتنو حماقت په دوی دا حال را وستی دی.
پښتنو تل د جنګ لار غوره کړي تل يې يې داسې لار غوره کړي چې د دوی په تباهۍ تمامه شوي دي .
تل پښتنو په خيله د خپل پښتون پښې وهلي او دهغه د را پرځولو کوښښ يې کړي دی.
اوس دا دی د پښتو ژبې زرګونه کاله پوره کيږي لا هم پشتو ژبه د نورو ژبه د سیالۍ نه دی او پښتو ژبه د رزق د کټلو ژبه نه ده.
لکه څنکه چې پښتانه خوار ، کمزوری او په ځان حیران دي پښتو ژبه هم همداسې ده . پشتو ژبه د نورو ژبو له سیالي وتلي ده.
په پښتو ژبه کې علمي معلومات په بیخي کمه اندازه پیدا کیږي داسې ویلای شو چې د نورو ژبو په پرتله پښتو ژبه د علم او ټیکنالوژۍ په برخه کې له نیستۍ سره مخ ده.

 

Comments are closed.