fbpx

د افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان درځ نرم شوی

خبریال وېب پاڼه پېښور – ۱۱مۍ ۲۰۱۹ پر پاکستان د افغانستان د سوداګرۍ د اتکا تر کمېدو وروسته پاکستان په دې برخ کې خپل دریځ نرم کړی دی .

پاکستان وايي ، چې له افغانستان سره به د سوداګرۍ لپاره مناسبه فضا رامنځته کړی، په پارلماني چارو کې د پاکستان د دولت وزیر دا خبرې تېره ورځ د پاکستان سنا ته کړې دي ، نوموړي ویلي له افغانستان سره سوداګري د پاکستان لپاره مهمه ده او په خبره یې په همدې موخه پاکستان خپلې هڅې کوي څو د افغانستان سره د سوداګرۍ ښه او مناسبه فضار رامنځته کړي . د ده په خبره پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې یو شمېر ستونزې لرې کړې دي ، او په خبره یې لا هم په دې برخه کې ستونزې شته چې باید د حل لار ورته وموندل شي .

په پاکستان کې اوس هم ګڼ شمېر افغان سوداګر شکایت کوي او وایي چې پاکستان حکومت په بېلابېلو نومونو دوی ته ستونزې جوړوي او لا یې هم دا ستونزې پر ځای پاته دي .

پاکستان داسې مهال دا خبرې کوي چې افغان حکومت پر پاکستان د سوداګرۍ اتکا راکمه کړې او په بدل کې یې د چابهار بندر لارې هند ته او د ابریشم او لاجورد له لارې منځنۍ اسیا او اروپا ته خپله سوداګړي زیاته کړې ده .

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم څو ورځې وړاندې د ولسمشر غني سره په ټیلیفوني خبرو کې د نوموړي له اقتصادي پروګرامونو څخه ملاتړ کړی و او ویلي و ، چې پاکستان له افغانستان سره ښې سوداګریزې اړیکې غواړي په همدې موخه یې افغان ولسمشر ته پاکستان ته د ورتلو بلنه هم ورکړه ، چې د افغانستان د ولسمشر له لوري  دا غوښتنه ومنل شوه .