The news is by your side.

په پکتيا کې د دوو قومونو ترمنځ جګړه او طالبانو یو طرفه پرېکړه

خبریال ویب‌پاڼې ته ځايي سرچینې خبر وايي، د پکتيا ولايت د څمکنيو ولسوال ملا عزت‌الله چې د دې ولسوالۍ د څمکنيو او مقبل د قومونو ترمنځ منځګړيتوب ته تللى و، خپلو کسانو ته امر کړی چې پر ملکي وګړو ډزې وکړي.

سرچینې زیاتوي، په څمکنيو کې د طالبانو ولسوال وروسته له هغې د خلکو ویشتلو امر وکړ چې د «مقبل» قوم اوسېدونکو د ځمکې پر سر د قانوني شخړې له امله د هغه نه ده منلې.

د سرچينې په وینا، په څمکنيو کې د طالبانو ولسوال وروسته له هغې د ویشتلو امر وکړ چې د «مقبل» قوم اوسېدونکو د ځمکې پر سر د قانوني شخړې له امله د هغه له پرېکړې سرغړونه وکړه.

د سرچینې د ادعا له مخې، د دغو دوو قومونو ترمنځ له ۸۰ کلونو راهیسې شخړه روان ده او د طالبانو ولسوال د «څمکني» قوم په ګټه پرېکړه کړې ده.

سرچينې زیاتوي، د جرګې له پرېکړې نه مخکې، ملا عزت‌الله ناستو خلکو ته خبرداری ورکړی چې چاته ته اجازه نه نشته، څو د ده له پرېکړې «سرغړونه» وکړي.

ملا عزت‌الله شاوخوا دوې میاشتې وړاندې له خپلې دندې ګوښه شوی و، خو د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي د دفتر رئیس مولوي زین‌الله په مرسته بېرته پر دغه مقام ګومارل شوی دی.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance