The news is by your side.

تحریک جهاد پاکستان ډلې په دېره اسماعیل خان کې د برید مسوولیت ومانه

خبریال وېبپاڼه: په پاکستان کې نوې جنګېدونکې ډلې تحریک جهاد پاکستان د مقبوضې پښتونخوا د دېره اسماعیل خان په درابن سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو د ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.
یادې ډلې ویلي چې په دې برید کې یې شاوخوا ۲۰ پوځیان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
بل لورته پاکستاني پوځیانو هم د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې ځانمرګی بریدګر له بارودو په بار لارې کې د پوستې ته څېرمه ځانته چاودنه ورکړې.
ویل کېږي، چې په ټپیانو کې د یو شمېر پوځیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او ښايي د مړینې کچه نوره هم لوړه شي.
د یادونې ده چې تحریک جهاد پاکستان ډله تازه جوړه شوې ډله ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې خونړي بریدونه کړي دي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance