The news is by your side.

پاکستان کې د وژل شویو پوځیانو شمېر ډېر شو

خبریال وېبپاڼه: په دېره اسماعیل خان کې د ځانمرګي برید له کبله ۲۴ پوځيان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې په ټپیانو کې د یو شمېر کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د یاد برید مسوولیت په پاکستان کې نوې جنګېددونکې ډلې تحریکا جهاد پاکستان منلی دی.
یادې ډلې ویلي چې په دې برید کې یې شاوخوا ۲۰ پوځیان وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
تحریک جهاد پاکستان ډله په دې وروستیو کې پاکستان کې فعاله شوې، چې په یو شمېر خونړي بریدونه یې ترسره کړي دي.

بل لورته د موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ په ګډون د پاکستان ګڼو چارواکو ویلي چې اکثر وسله والې ډلې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې حملې کوي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړي او وايي چې پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان نه اچوي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance