The news is by your side.

بېنېټ: سهیل شاهین ته مې وویل، چې د عمومي بښنې فرمان ته درناوی وکړئ!

خبریال وېبپاڼه: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین سره لیدنه کې د ښځو حقونو؛ په ځانګړي ډول د زده‌کړو حق، د ماشومانو حقونو او له زندانه د بشري حقونو د ملاتړو په ازادۍ خبرې کړي دي.

نوموړي په خپله اېکس‌پاڼه د طالبانو له‌خوا د بښنې فرمان ته په احترام هم ټینګار کړی دی.

بل لور ته سهیل شاهین په خپله اېکس‌پاڼه پرته له دې چې د ریچارډ بینټ له‌خوا یاد شویو موضوعاتو ته اشاره وکړي لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو په دې ټینګار کړی چې د بشري حقونو په اړه خپرېدونکي راپورونه باید بې‌طرفه او د افغانستان د واقعیتونو منعکس کوونکي وي.

شاهین ویلي، په دې لیدنه کې یې بینېټ ته د کونډو ښځو، یتیمانو او معلولینو په اړه د دوی د حکومت له‌خوا د شویو اقداماتو جزیات ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د طالبانو په زندان کې شپې او ورځې تېروي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance