The news is by your side.

د عبدالرحمن د ژوند تریخ داستان؛ بوټونو رنګولو ته له پکتیا تر کندهاره راغلی

خبریال وېبپاڼه: دا خبره یوه ورځ یو تنکي ماشوم، چې د افغانستان له ختیځ څخه کندهار ته په مزدورۍ پسې راغلی ؤ راته وکړه.
زه دا مهال په کندهار کې د یوې شخصي انجو سره د ساحې د مسول په صفت دنده لرم، له کوره مسافر په دفتر کې ژوند کوم.
هلته د سهار د چایو څښلو زمینه نه ده راته مساعده، زموږ له دفتر څخه شاه وخوا درې 3 کیلومیتره لیرې  د عینو مینې لومړۍ فوارې ته څیرمه د کندهار سوپر مارکیټ مخ ته سماوارچي ته هر سهار د چایو لپاره پلی مزل کوم، چې هم مې دا تګ سپورټ شي او هم د صبا ناري کار وکړم.

یوه ورځ سهار اووه نیمې 30: 07 بجې وې، چې   سماوارچي ته ورغلم، کوم میز ته، چې زه کیناستم نن هغه میز ته یو بل ماشوم هم په یو عالم سوچونو کې غرق په معصومه څیره او چاودیدلو شونډو ناست ؤ.

ما د ځان لپاره یو ګلاس چای را وه غوښته ماشوم ته مې ست وکړ، چې چای خورې ویل ما وخوړې.

پدې وخت کي زما څنګ ته یو بل کس هم ناست ؤ صبا ناری یې کوی، نیمه پراټه یې خوړلې وه نیمه یې د زړه سوي په ډول ماشوم ته ورکړه، فکر مي وکړ، چي ددې کس زړه هم زما په شان د ماشوم مجبوري ورځي خوږمن کړ.
ماشوم هغه نیمه پراټه داسې نوشیجان کړه تا به ویل، چي له شپو شپو به یې څه نه وي خوړلي.

ما، چي د صبا ناري لپاره دوې2 کندهارۍ کلچې د ځان سره را اخیستې وې یوه مې همدې ماشوم ته ورکړه، پوښتنه مې ځنې وکړه، چي د ژوندانه له حالاتو که څه هم هر څه یې په ظاهره پر څیره مالومیدل بیا مي هم زړه وغوښتل، چي له ده یې واورم او په خبر شم که مې چیرته یو کومک ور ورسیدی.

څوارلس کلن عبدالرحمن د خپل ستړي ژوند قیصه داسې راته وکړه!

زموږ کور مخکې دلته په کندهار کې ؤ، درې کاله وړاندې، چې په کندهار کې سختې جګړې شروع شوې جنګ د ښار په څنډو کې روان ؤ موږ پکتیا ولایت ته کډه ړلاړو.
پلار مې ډیر سپین ږیری دی، د یو بل چا بزګري یې ونیوله بل کار یې نه شو کولای، خو هغه بزګري هم دومره نه وه، چې زموږ د کور چاره یرې شوی وی؛ نو; زه مجبوره شوم، چي له کور څخه په مزدورۍ په بل ولایت کې مسافري وکړم.
تر بل ځای په کندهار کې لږ څه بلد وم، دلته راغلم د خلکو بوټونه ورته رنګ کوم، د ورځې شاوخوا سل 100 افغانۍ ګټم، خو تل هم دومره نه وي کله نا کله ډيرې کمې وي او د جمعې په ورځ بیا یوسلوپنځوس 150 افغانۍ وګټم.
زه تر ځان مشر ورور نه لرم، زموږ د کور د ګټې وټې میړنی یواځي زه یم او د کور ټوله تکیه پر ما وي.

هو! تاته به سوال پیدا شي، چي پدې کمه ګټه کي به دي د شپه او ورځ خورک وروسته بچت څه و؟
ستا به باور ونه شي! زه، چي کله څه وګټم د هغه وروسته ناتوانه پلار، په زړه زهیره مور او واړه ماشومان را پیاد کړم قسم درته کوم، چي اکثریت وخت څه نه خورم.
کله نا کله دالته یو هوټل دی، په هغه کي یو نفر کښینې هغه را باندي د خپل زړه سوي له مخې ډوډۍ را باندي وخوري، که هغه نه وي بیا یوه وچه ډوډۍ را واخلم وه یې خورم، خو شکر کاږم چاته مي د سوال لاس نه دی نیولی.
تر شپږمه6 مي درس ویلی دی، پښتو ویلی او لیکلی شم، ترڅنګ یې په عربي هم تر یو حده پوهیږم، خو کاشکي مجبوره نه وای! ما به په ژوند بغیر بي تعلیم کولو بل کار نه وای کړی.
زما یو ملګری عبدالله نومیږي: د هغه پلار ډیر سرمایداره دی، زوی یې په ژوند هیڅ شي ته نه دی مجبوره کړی، خو تیره ورځ عبدالله له درس څخه را تښتیدلی ؤ.
ما ورته وویل: ولي له درس څخه را واتښتیدي، تاته له درس ویلو بغیر څه شی په ښه درتللی شي.
عبدالله راته وویل: درس څه ګټه لري، زما پلار درس نه دی ویلی تر هر چا یې ښه کار جوړ دی او بل درس ویل ډیره لویه حوصله غواړي نه کیږي نور یې یو مخیځ خوشي کوم
ما عبدالله ته وویل: د پلار په دنیا مه نازیږه دا هر څه په یوه ورځ کي هم ورکیدلای شي، خو که درس ونه وایې یوه ورځ به زما په شان د کورنۍ لپاره په یوه ګوله ډوډۍ پیدا کولو پسي ستړی ستومانه یې، کاشکي ستا په شان د درس ویلو زمینه راته مساعده وای.
لیکوال: پښتون حیات

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance