The news is by your side.

له طالبانو د پاکستان غوښتنه: دېره اسماعیل خان کې د برید په اړه جدي څېړنه وکړئ

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ اسلام اباد کې د طالبانو شارژدافیر احضار کړی او ورته ویلي یې دي، د کابل طالبان باید په دېره اسماعیل خان کې د برید په اړه جدي څېړنه وکړي.
یاد وزارت دغه راز زیاته کړې، طالبان باید په لوړه کچه دا برید وغندي او نور باید ټي ټي پي ور وسپاري.
دوی یو وار بیا غوښتنه کړې، چې د کابل اوسني واکمنان باید ټولې هغه ډلې له منځه یوسي، چې پاکستان ته سرخوږی وي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د دېره اسماعیل خان په درابن سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر پوسته یو ځانمرګي بریدګر له باردو بار لارۍ ته چاودنه ورکړه چې له کبله یې نږدې ۶۰ پاکستاني پوځیان ووژل شول.
د برید مسؤلیت تحریک جهاد پاکستان ډلې ومانه.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance