The news is by your side.

ځانمرګي بریدګر ۳۰ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

خبریال وېبپاڼه: د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل خان سیمه کې دپاکستاني پوځیانو پر پوسته ځانمرګی برید شوی.
خبریال ته د رسېدلو مالوماتو له مخې، یاد برید د درابن سیمه کې شوې، چې په پایله کې یې پنځه پوځیان وژل شوي او تر شلو زیات مرګوني ټپیان دي.
پاکستاني لوري هم د برید پخلی کړی، خو د تلفاتو کچه کمه ښیي.
که څه هم تر اوسه د یاد برید مسؤلیت چا نه دی منلی؛ خو هلته له د پاکستان حکومت خلاف د ازادۍ لپاره جنګېدونکې مبارزه ډله” تحریک طالبان پاکستان” دغه ډول بریدونه کوي.
یاد برید په داسې مهال کېږي، چې تېره ورځ د بلوچستان په نوشکي کې هم دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په بلوچستان او مقبوظه پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې بریدونه زیات شوي دي.

ځواب ورته ورکړئ‌