fbpx

 غزني کې ۳۳ پاکستاني وسله وال وژل شوي

خبریال ویب پاڼه غزني -۱۴ مۍ ۲۰۱۹: د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او د بهرنیو ځواکونو په ګډون په ترسره شویو عملیاتو کې ۳۳ پاکستانیان وژل شوي دي.

نن سه‌شنبه د غزني ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان امنیتي ځواکونو او د بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د ۳۳ پاکستاني وسله والو په ګډون ۴۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې دغه عملیات د کره اپراتیفي معلوماتو پر بنسټ د اندړو ولسوالي د “سردي” سیمي د لوی ساره جومات په اړوندو کې شوي چې د وسله‌‌والو ټول جسدونه له وسلو سره یو ځای په سیمه کې پاتي دي.

په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو.ګ ترمنځ نښتو زور اخیستی د افغان حکومت پر وینا په ډیری ولایتونو کې د طالبانو ترڅنګ په مخامخ جګړو کې ډیری پاکستاني وسله والو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې وړده تېره ورځ د پکتیکا چارواکو خبر ورکړی و چې د یاد ولایت په مېټان خان ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د پولیسو پر پوستو ډلییز بریدونه کړي و چې په پایله کې شپږ طالبانو په ګډون ۱۵ پولیس وژل شوي و.