fbpx

امریکا د افغانستان سره پر خپلو ژمنو ټينګار کړی

خبریال وېب پاڼه- کابل ۱۶ مۍ ۲۰۱۹ امریکا د افغانستان سره پر خپلو دوامدره مرستو ټينګار کړی دی ، په واشنګټن کې د امریکا سفیرې رویا رحماني وایي، امریکا د افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی .

رحماني چې تېره ورځ یې په واشنګټن کې یوې غونډې ته خبرې کولې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا له مرستو او قربانیو مننه وکړه ، او زیاته یې چې په دې برخه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ مرستې جاري وي .

د نوموړې په خبره ترهګري یوه نړیواله پدیده او په وړاندې یې باید په نړیواله کچه اجماع رامنځته شي .

د مېرمن رحماني په وینا امریکا متحده ایالات د افغانستان بنیادي او همکار هېواد دی او په تېر اتلسو کلونو کې د نوموړي هېواد مرستې او لاسته راوړنې د پام وړ دي .

افغان سفیرې همدارنګه په کابل کې لویې مشورتي جرګې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل ، چې په دې جرګه کې د طالبانو سره د خبرو چوکاټ جوړ شو. نوموړې زیاته کړه چې افغان حکومت به د سولې په برخه کې د سولې مشورتي جرګې وروستۍ فیصلې په اساس پرېکړه کوي .

مېرمن رویا په افغان سوله کې د پاکستان ونډې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې برخه کې د پاکستان د مثبت رول غوښتونکي دي .

رحماني تر بل هروخت افغانستان د منځنۍ اسیا سره د تجارت په برخ کې وصل وباله او په خبره یې چې اوس مهال د یو شمېر دغوهېوادونو سره د برښنا ، پوهنې ، روغتیا ، ترانزیت ، تجارت ، په ګډون په ګڼو برخو کې د پروژو په عملي کولو کار روان دی .