The news is by your side.

داوربندغږدملت غږاودطالب ازمیښت !!!؟

دملي وحدت حکومت د رامنځته کیدوسره یوځای دسولی له پاره هڅې ګړندۍ شوی. تل هڅه شوی چې دملت دارمتیااوسوکالۍ له پاره کاروشی به دغوهڅوګې دغني اودهغه دښی لاس ملګری اتمرهڅې اوزیارونه دستایلووړدي اوتل یې مخالف ته دوروراودخبرو
وړاندیزکړی ویلی داجنګ دپردوجنګ دی راځې دنورله پاره دخپل وروروینه تویه نه کړواوهیوادورغو.
ددولت ترڅنګ دملت بیلابیلوقشرونووخت ناوخته دسولی غږپورته کړی اودواړه اړخونه یې دې ته رابللی چې خپل منځ کې خبرې وکړې ترڅوبه اولس دغم په ټغر ناست وی اوتاسی به دابرقدرتونوله پاره دزورازمایلوزمینه برابره وی داکارمه کوی. که مخکې مجاهیدنود
نجبیب غږ به سمه توکه لبیک اوریدلی اویوسم میکانیزجوړشوي وی نن به داهیواد داسی هیوادوه چې کاونډ کې به یې هیڅوک دزوره نه واونه به یې بچیانوبه پردې وطن خیراتونه ټوله ول.
هرکله چې دولت ،اولس اویاکومې نړیوالې ټولنې دسولی له پاره غږپورته کړی نوطالب اودهغوی ملګروبه میډیاکې ویلی ! دایواځې دچل اودوکې په موخه ترسره شوی غږدی دوې له مونږسره سوله نه کوی اومونږغوله وې دوی یواځې دبادارخبره منې اوزمونږدغمه نه دی مړه اونه زمونږسره دسولی له پاره کوم تدبیرلرې اونه اراده .
دکابل کانفرانس کې غنې خپله طرحه وړاندې کړه په داسی حال کې چې به هغې طرحه له ټول ملت نه رایه اخیستل شوی وه اوملت به میړانه له طرحی ملاتړو کړ. نړیوالواوسیمزیولوبغاړو ومنله هغه مهال طالب ویل دایوه غوله ونکې طرحه ده به دې طرحه کې کومه اراده نه ښکاره . ترڅنک یې ددوی ملګرو به میډیا کې ویل دوی یواځی دخلکوبه سترګوکې خاورې اچوی اونه غواړی سوله راشی. باید دوی اراده خلکوته وښایې که څه هم مخکې دوی ویل دولت نه پلان لرې اونه تدبیر دطرحې په وړاندې کولوسره یې داخبره چې دولت دسولی له پاره نه پلان لرې اونه تدبیر دروغ ثابته ګړه .دوی بیا خپله خبره بدله کړه چې دینې مسایل اومذهبې رنګ په طرحه کې کمزوری اواراده نشته .
دولت دمذهبې رنګ دپیداکولوبه موخه به داندونیزکې دعلماءواکانفرانس راوبللو اوهلته به زغرده داجنګ ناروااوبې کناه انسانانودوژلوجنګ وګڼل شواوویې ویل چې خبرې دی وشي اولسمشرغنې اودده ملګروپه ډاډه زړه ددوی خبره ومنله اوورته یې وویل مونږستا سوهره غوښتنه دسولی په باره کې منوداځکه الله ج ویلې سوله کې خیردی کله چې قرانې هدایت داوی نو زه ده یومومن اومسلمان اولسمشرپه توکه ددغه هدایت په رڼاکې بې له قیداوشرطهسولی ته غاړه کدم اودې ته حاضریم چې دوی ته دخبروزمینه برابره کړم هغه که به هردولت کې وی اوترڅنګ یې رسنې ددوی په واک کې ورکړم اوهلته خپل غږله نوروسره شریک کړی.
هغه مهال چې غنې طرحه وړاندې کړه ددغې طرحې ملاتړوپه طالب غږوکړچې داطرحه ومنې که داطرحه نه منې دوی دې خپله طرحه اولس اوملت سره شریکه کړی که چیرته دوی وایې مونږیې له ملت سره نه شوشریکه ولی نودمرګونواوجنګونوداعلان له پاره خوټولورسنیوته خبرورلیږلې شی یوه طرحه چاته نه شی استولی دارسنې به ستاسوطرحه له اولس سره شریکه کړی که ستاسي طرحه تردې طرخې ښکلی اوداولس په خیروی بیا به اولس په یوه خوله دولت ته ووایې ! ستاله طرحې دطالب طرحه ښکلی اوپه ګټه ده نوباید داومنل شی خوافسوس چې داسی موونه کړه داځکه تاسی داولس له پاره نه بلکې دنوروله پاره داجګړه دوا مداره ساتلی اوساتی .
ورسته غنی نه علماءویوڅوغوښتنې وکړی دغه علماءدهیوادله هرګوټ اوهرې طبقې نه راغلی علماءوه. داسی نه وه چې دې کې یواځې دپښتنوعلماء موجودوه دنورونه ؟ بلکې دملت علماءراټول شوی وه اوبه ګټه یې ځنې وړاندیزونه دواړواړخونوته وکړه اویل یې چې نوروته دجنک اولاس وهنې زمینه مه برابره وی اوسوله وکړی ترڅوتلې ښیرازې موهیواد
اودغه اولس به نصیب شی .
په دغه وړاندیزونوکې یووړاندیزدملت دعلماءوله اړخه داوربند وړاندیزو. چې له دولته یې وه غوښتل اوربند اعلان کړی دوی باید پرطالب ورمخکې شی ترڅواولس حق اوباطل وپیژنې له دغوعلماءومخکې دهیواد په بیلابیلوسیموکې پرلتونواوغونډوهم له اولسمشرنه غوښتې وه چې په دغه مبارکه میاشت کې دجنګ دختمولوپه موخه اوربند وکړی ترڅواولس دارمې ساه واخلی دپرلتونوپه لیکونواوویناوکې دغه غوښتنه ترنوروغوښتنوبارزه وه .
نواولسمشرداولس مشردی کله چې څوک داولس واک په لاس کې لرې هغه اړدی چې داولس غږته لبیک ووایې اوداکاریې ترسره کړ. داچې ده ولی داکارترسره کړه زه به یې علتونه دلته ولیکم .
اول ده داولس غږته په ډیره میړانه اوباتوره توکه لبیک وویلوداځکه چې سبااولس ده ته ونه وایې چې زمونږخبره دی ونه منله داولس له پړې ځان خلاص کړسترعلت داوربند داعلان همداوه چې اولس له ده غوښتنه درلوده .
دوهم ددین دعلماءوغوښتنه کومه چې ددینې اصولوپه رڼاکې له ده شوی داچې دادین ته یوژمن اولسمشردی نوددینې علماءوغوښتنه یې هم په نظرکې ونیوله اونه یې شو کولی چې ددوی دغه غوښتنه له نظره و غورځوی نومثبت ځواب یې ورته ووایه .
دریمه موهیمه خبره داده چې دروژې مبارکې میاشت ده اودغه میاشت درحمت برکت نه ډکه ده په دی خاطرچې دامیاشت مونږته ددین له اړخه باارزښته میاشت ده نوده وه غوښتل جې په دغه باارزښته میاشت کې دغه باارزښته کارترسره کړی ترڅودینې اصول نورهم قوي اوتاسی هم خلکوته خپله دینې وجیبه وښایې چې څه کوی .
په پای کې وایم داوربند غږدملت غږدی نه دغنې غږیعنې ټول ملت داوربند غږترسره کړی یواځی دهیواداولسمشرداغږنه دی کړی طالب اودهغوملګروته وایم تاسی ویل چې دولت پلان نه لرې پلان یې مخکې دکابل کانفرانس کې وړاندې کړبد بختانه تاسی نه پلان وړاندې کړوبلکې هغې ته مومنفې ځواب ورکړ.اوس یې ستاسې بله خبره چې دولت اراده نه لرې هغه هم ننګه وی یعنې دسولی له پاره یې ارده هم ښکاره کړه اوپه زغرده یې خپلوځواکونوته امروکړچې (دروژي له ۲۷نه داخترترپنځمې پورې به دطالب پرواندې هیڅ رنګه عملیات ترسره نه کړي )دایې دارادی ښکاره بیلګه ددی ترڅنګ به هماغه ورځ دداخله وزارت معین اودملې ځواکونولوي درستیزپه کډ کانفرانس کې دخپل اولسمشرخبره تاید اوویې ویل ټولوځواکونوته به داخبروروه رسواومونږدخپل مشرخبره به عمل کې پلې کواوس ستادازمیښت نوبت دی چې د ملت غږته څنګه اوپه کوموالفاظو ځواب ورکوی که داځل دنه ځواب ورکړی نوربه دملت پروړاندې سترګې ونه لرې اوډیرزربه ملت ستاپروړاندې به ملې قیام لاس پورې کړی. په دې هیله چې دملت غږته په سمه توګه ځواب ورکړې .
لیکوال : جلال (سمندر)