The news is by your side.

د افغانستان په هکله د پاکستان ژمنه او عمل لوی توپیر لري

خبریال وېب پاڼه/پر پاکستان تل د سیمې او نړیوالې ټولنې لخوا نیوکې کېږي چې د افغانستان په هکله کاذب سیاست مخته وړي او د دغه هېواد د ترهګرو پالنه او روزنه کوي.

نشنل انټرست خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د ترهرګرۍ پالنې په برخه کې د پاکستان په دوه مخي سیاست باندې اوږده مقاله لیکلې ده او وایي چې د افغانستان په هکله د دغې هېواد په ژمنه او عمل کې د آسمان او ځمکې هومره توپیر لیدل کېږي.

د پاکستان په هکله که څه هم په ظاهره ډېری وخت نړیوالې ټولنې د ورته تورونو له امله غږ اوچت کړی دی خو په دغه هېواد باندې یې پرېکنده فشار وارد کړی نه دی.

ځینې شنونکي په دې باور دي چې امریکا او ځینې متحدین یې له پاکستان سره په منځنۍ آسیا کې د ترهګرۍ پالنې او د دوی د پروژو د عملي کولو په برخه کې ګډ کار کوي او د سیمې هېوادونو کې هرج او مرج جوړوي.

نېشنل انټرسټ وړاندې په خپل مطلب کې لیکي چې پاکستان تل د افغانستان په هکله د سولې په برخه کې ګڼې ژمنې کوي خو په ورته وخت کې ترهرګرو ډلو ته هم د تاوتریخوالي لارښوونې او روزنې ورکوي.

دغه نشریې لیکلي دي، همدا اوس هم طالبان د پاکستان پراخ ملاتړ له ځان سره لري او دغه ډله په پاکستان کې امن مرکزونه لري، خو بیا هم پاکستان له افغان حکومت سره د همکارۍ تشې ژمنې کوي.

نشریه همدا راز لیکي د برید له پلانونو نیولې چې په پاکستان کې جوړېږي ان تر هغه چاوېدونکو توکو چې په افغانستان کې چاودنه ورکول کېږي په پاکستان کې تولیدېږي. نشنل انټرسټ لیکي چاودېدونکي توکي له قاچاقي لارو راوړل کېږي خو پاکستاني عسکر یې پر وړاندې اقدام نه کوي.

سرچینه کاږي تر هغه چې پر پاکستان فشارونه ډېر نه شي او دغه هېواد د ترهګرو ډلو له ملاتړه را و نه ګرځول شي افغانستان کې د ثبات او سولې راوستل ګران کار دی.

دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمېر افغان سیاسیون لا ار له مخې د را روانې سولې په هکله د پاکستان په شومو موخو باندې ژورې اندېښنې څرګندوي او وایي چې دغه هېواد به یو ځل بیا د افغانانو په برخلیک کې ځانته برخه اخلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.