The news is by your side.

د افغانستان د بحران پر لاملونو ټولپوښتنه (سروې) بشپړه شوه!

خبریال وېب پاڼه – په داسې حال کې چې افغانان  د نامعلومې سولې او پېښېدونکې خونړۍ جګړې ترمنځ د هراړخیز (سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز) بحران سره مخ دي، اړتیا ده چې د لاملونو پلټنه یې وشي. په همدې موخه د خبریال ډاټ کام له لوري ټولپوښتنه ترسره شوه. د ویبپاڼي له لارې په دغه پرلیکه (آنلاین) ټولپوښتنه کې د نړۍ له بېلابېلو برخو په لسګونو زرو افغانانو ګډون وکړ او د روان بحران د لاملونو سرچینې یې د خپلو لیدلورو له مخې په نښه کړې.

په پام کې ده چي د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ (سرطان) پر ۱۰مه چي د ۲۰۲۰ میلادي کال د جون د ۳۰مې نېټې سره سمون لري، ددغې  ټولپوښتنې پایلې خپرې شي.

د ټول پوښتنې د میتودولوجي، ګډونوالو، پایلو او وړاندیزونو په هکله ټول جزیات به د درنو لوستونکو او رسنیو په اختیار کې ورکول شي.

دا چې د بحران د حل په موخه د ستونزو او لاملونو موندنه لومړني شرطونه دي، په دې توګه ددغې ټولپوښتنې منځپانګه د اهمیت او غور وړه ده.

د خبریال ډاټ کام اداره هیله لري چې د هیواد د رسنیو کورنۍ او درانه هیوادوال ددغو پایلو په خپرولو او دغه راز خپلو نظریاتو په شریکولو سره، همکاریو ته دوام ورکړي.

په درناوي

د خبریال ډاټ کام اداره

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.