The news is by your side.

د بولتون کتاب ولي‌ ناندرۍ را وپارولې ؟

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولتون کتاب «د پېښو خونه»، ان بازار ته له راتلو مخکې، د خبرونو سرټکی شو. د ډونالد ټرمپ ادارې هغه د «ملي امنیت د اسرارو» په افشا کولو تورن کړ او له بازار څخه د دغه کتاب د ټولولو غوښتونکې شوه. په حقیقت کې دغه کتاب به ټرمپ ته بې‌سرخوږي نه‌وي.

جان بولتون چې له ټرمپ مخکې له درې نورو ولسمشرانو، رونالد رېګن، جورج بوش پلار او جورج ډبلیو بوش زوی، سره کار کړی دی، د ټرمپ له شخصیت او د کار له طریقې څخه ډېر روښانه تصویر خپروي. د بولتون په باور، ټرمپ د یوه ولسمشر پرېکړې «په نیویارک کې د املاکو د معاملاتو د لارښوونې» سره غلطوي او په هر څه او هر چا یې، ان د خپل حکومت پر لوړپوړو چارواکو یې شک درلود. د لیکونکي په باور، د ټرمپ د ټولو پرېکړو محور «خپلې ګټې» وې، نه د امریکا د ملي امنیت لومړیتوبونه.

په دې کتاب کې ټرمپ په ځلونو د نړۍ له ډېرو مهمو مسایلو او د امریکا د نړیوالو اړیکو په اړه په ناپوهۍ او بې‌خبرۍ تورن شوی دی. ښاغلی بولتون وايي چې په یو نیم کال کې یې چې د ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې، په ځلونو یې هغه ته مسایل په جزئیاتو روښانه کړي، خو اړ و چې بیا یې هم ورته تکرار کړي. هغه وايي چې په ځلونو ټرمپ پوښتلی چې ولې امریکا د کوریا په ټاپو وزمه کې پوځي حضور لري او ولې د امریکايي ځواکونو لګښت سوېلي کوریا نه‌پرې کوي او هر ځل بولتون اړ و چې د کوریا د جګړې تاریخ او د کېم اېل سونګ (د شمالي کوریا بنسټ ایښودونکی او د دغه هېواد د اوسني مشر نیکه) په څېر د یوه شخصیت د ظهور په اړه توضېحات ورکړي.

په دې کتاب کې، ټرمپ یو بې‌ثبات مزاجه شخصیت چې هېڅ یو بحث پای ته نه‌رسوي او له یوې موضوع بلې ته ټوپ کوي او خپل همکاران سرګردانوي، معرفي شوی دی. هغه تل د نړۍ له بېلابېلو ځایونو د امریکا د وتلو په اړه خبرې کوي او وايي چې «غواړم له هر ځای ووځم».

  • افغانستان

په دې کتاب کې ۱۴۳ ځله د افغانستان نوم لیکل شوی چې د سوریې او عراق په شمول د ډېرو هېوادونو له نوم زیات دی. دا خپله کولای شي د امریکا په اوسني سیاست کې د افغانستان د مسئلې د حساسیت ښکارندوی وي.

د دې کتاب د روایت پر بنسټ، د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې، افغانستان د ټرمپ لپاره په یو دردوونکي ټپ بدل شوی و. د هرې ورځې په تېرېدو، ظاهراً ټرمپ احساسوي چې د دغې جګړې دوام به په راتلونکو ټاکنو کې د هغه بریا د تېر په پرتله ډېره له ستونزو سره مخ کړي.

په ټوله کې، ټرمپ په افغانستان کې د امریکا له پوځي حضور سره مخالف و چې په څو مواردو کې یې لاملونه لولو: «ټرمپ په دوو لاملونو په افغانستان کې د اوږدمهاله حضور مخالف و: لومړی دا چې هغه د «بې‌پایه جګړو» د پای ته رسولو لپاره کمپاین کړی و. دوهم، د فدرال دولت په پروګرامونو کې د بې‌ځایه لګښتونو په اړه [افغانستان ته] د دوامداره اقتصادي او پوځي مرستو ناسم مدیریت د هغه د ناخوښۍ لامل ګرځېده».

خو بولتون په دې خبره کې له ټرمپ سره موافق نه‌دی او وايي: «د [بې‌پایه جګړو] په اړه زما نظر دا و چې موږ دغه جګړې نه‌دي پیل کړي، او نه‌شو کولای یوازې په ویلو سره‌یې پای ته ورسوو». ښاغلی بولتون ادعا کوي چې د دغې جګړې بنسټ د امریکا په وړاندې او په ټوله کې د [لوېدیځ] په وړاندې «مذهبي تعصب» دی او زیاتوي: «دا [شخړه/منازغه] به یوازې له دې امله چې موږ ستړي شوي یو، یا دا چې په خپله بودجه کې له ستونزې سره مخ یو، له‌منځه ولاړه نه‌شي. له ټولو اړینه دا چې، دغه جګړه د ژوند لپاره د يوه ښه او امن هېواد په توګه د افغانستان، عراق، سوریې یا هر بل ځای د بدلولو لپاره نه‌وه». دی وايي چې د دې جګړې هدف د سپټمبر د ۱۱مې پېښې د ورته پېښو له تکرار څخه د امریکا د امنیت ټینګښت دی. هغه له دې څخه چې ترورېستان «اټمي، کیمیاوي یا بیولوژیکي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي» اندېښنه لري او وايي تر کومه چې دا ګواښ پر ځای وي، هېڅ ځای به «ډېر لیرې» نه‌وي.

دلته نه‌یوازې له بولتون، بلکې د امریکايي سیاسیونو له هغې ډلې سره د ټرمپ د لیدلوري توپیر ښيي چې د امریکا د پوځي دخالت په ځانګړې توګه د ۲۰۰۱ د سپټمبر له ۱۱مې وروسته، ملاتړي دي. بولتون پر عراق د حملې ملاتړی و تر اوسه هم فکر کوي چې د صدام حسین نسکورول سم کار و.

  • «د بوش حماقت»

د بولتون د کتاب اووم او دیارلسم څپرکی په مشرح ډول د افغانستان د قضایاوو په اړه د ټرمپ ادارې د لوړوپوړو چارواکو ترمنځ سرګردانۍ او د نظر شدید اختلاف بیانوي. د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ چې د ۲۰۱۷ کال په اګسټ کې اعلان شوه، له ناکامیو د ټرمپ دوامداره ناخوښي، په دغو دوو څپرکو کې په ځلونو او تکرار ډول مطرح کېږي. دغه‌راز، د «بمونو مور» غیر مؤثریت په ځلونو د ټرمپ له لوري پخواني دفاع وزیر جنرال مټېس ته د پوزې پېزوان یادېږي.

په همدې برخه کې ده چې ټرمپ له زلمي خلیل‌زاد څخه د «هغه دوکه‌باز/ شیاد چې ورته اړتیا لرو» په توګه یادونه کوي.

د ښاغلي بولتون په قول، د افغانستان په اړه د ټرمپ په ذهن کې دوه پوښتنې مطرح دي. یوه دا ده چې افغانستان کې د جګړې دوام به د امریکا د ۲۰۲۰ کال په ولسمشریزو انتخاباتو څه اغېز ولري؟ ټرمپ، تېرو کلونو کې په ځلونو د افغانستان او عراق جګړې په طعنه د بوش او اوباما د جګړو په توګه یاد کړي دي. اوس دی نه‌غواړي چې دغه جګړه د «ټرمپ جګړه» په نوم یاد شي. په سپینه ماڼۍ کې په یوه جنجالي غونډه کې، ټرمپ وايي چې «دا زما جګړه نه‌ده، زه‌یې تل مخالف وم». دفاع وزیر مټېس، د ټرمپ په ځواب کې وايي «له هغې ورځې چې ولسمشر شوې، دا ستاسو جګړه ده».

د ټرمپ دوهمه ذهني پوښتنه دا ده چې ولې امریکا چې اووه زره مایله لیرې ده، د روسیې، ایران او هند په ځای وجنګږېږي؟ کله چې د هغه یو سلاکار ورته وايي چې په افغانستان کې د امریکا حضور «د امریکا د پولو د امنیت موضوع ده»، ټرمپ بولتون ته وايي «موږ هېڅکله له دې خلاصی نه‌لرو. د جورج بوش په نوم یو احمق کس زموږ پښه هلته کاږلې ده». کله چې ټرمپ پوښتنه کوي «په افغانستان کې بریا [دقیقاً] په څه معنی ده؟» مټېس په ځواب کې وايي: «دا چې پر امریکا برید ونه‌شي». په داسې حال کې چې دا ډول پوښتنې او ځوابونه د ټرمپ او د هغه د لوړپوړو چارواکو ترمنځ په ځلونو تکرارېږي، خو ظاهراً یا ټرمپ نه‌قانع کېږي او یا هم له وضعیت دقیق درک نه‌لري او بیا هماغه پوښتنې کوي.

بولتون وايي هغه په افغانستان کې د امریکا د اهدافو په اړه ډېر روښانه نظر درلود او د ټرمپ لوړپوړي سلاکاران په دې لیدلوري کې له هغه سره شریک ول: لومړی دا چې د امریکا پر ضد د داعش، القاعدې او د هغوی د ترورېستي ګواښ مخه ونیول شي؛ دوهم دا چې «په ایران کې د اټمي وسلو پروګرامونه» او دغه‌شان د پاکستان اټمي وسله باید له نږدې تر نظر لاندې ولري.

  • طالبانو سره مذاکره

له طالبانو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد مذاکرات، د ټرمپ حکومت د رهبرۍ د غړو ترمنځ د مخالفتونو مهم محور و. بولتون وايي چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو حاضر نه‌و له طالبانو سره د خلیل‌زاد د مذاکراتو جزئیات هغه او د ټرمپ حکومت نورو لوړپوړو غړو ته افشا کړي او تل‌یې هڅه کوله چې په هغو غونډو کې چې ټرمپ حضور نه‌درلود، تر ټولو لږ ممکن معلومات په ډاګه کړي. بولتون وايي د پومپیو له دې چلند نه‌خوابدی کېده، ځکه «په هر صورت په افغانستان کې ډیپلوماسي چندان اهمیت نه‌لري او پوځي ستراتېژي وروستۍ خبره کوي».

جان بولتون د همدې برخې په دوام کې وايي، ده او د امریکا پخواني دفاع وزیر شناهان، دواړو په دې اړه چې «خلیل‌زاد له حد زیات طالبانو ته امتیاز ورکوي»، خپلې اندېښنې له مایک پومپیو سره شریکې کړې دي. خو پومپیو د بولتون لیدلوری رد کړی و.

بولتون وايي چې د بهرنیو چارو وزارت حاضر و د یوه هوکړه‌لیک د ترلاسه کولو لپاره، له طالبانو سره «هر ډول معاملې ته تن» ورکړي، په داسې حال کې چې طالبان «هېڅ ډول نرمښت» ته حاضر نه‌ول.

د مذاکراتو د تګلارې ترڅنګ، بل د اختلاف ټکی له طالبانو سره له هوکړې وروسته د امریکايي پوځیانو د حضور برخلیک و. په داسې حال کې چې مایک پومپیو او خلیل‌زاد له افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو په لټه کې وو، د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر، په افغانستان کې له ترورېزم سره د مبارزې ځواکونو په ساتلو ټینګار درلود. د بولتون وړاندیز شوې حل‌لاره دا وه چې خلیل‌زاد باید د امریکا له ترورېزم سره د مبارزې ځواکونو د حضور لپاره «د یو نوي مأموریت په چوکاټ کې او د امریکايي ځواکونو د اوسني مأموریت له پای ته رسېدو وروسته»، د طالبانو رضایت ترلاسه کړي. ظاهراً خلیل‌زاد له دې طرحې سره موافق و.

طالبانو سره د خلیل‌زاد د مذاکراتو پر مهال، ولسمشر غني او پخوانی اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، دواړه تر فشار لاندې ول چې ولې یې هغه متن چې امریکا او طالبانو “په اصول کې” پر هغې هوکړه کړې وه، نه‌درلود. دا موضوع، په ځلونو د ملي یووالي حکومت د رهبرانو د ضعف د نښې په توګه، هغوی ته یاده شوې وه. ښايي په افغانستان کې مخاطبانو ته جالبه وي چې په دې پوه شي چې ان د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم دغه متن نه‌درلود. هغه وايي چې خلیل‌زاد په پیل کې له هغه غوښتي و چې د هوکړې متن په څو دقیقو کې مطالعه کړي او هغه ته‌یې بېرته واستوي، خو بولتون د خلیل‌زاد دا وړاندیز رد کړی او وايي: «هغه متن چې تاسو ورباندې ۱۰ میاشتې کار کړی، نه‌شم کولای په ۱۰ دقیقو کې ولولم».

بولتون وايي له خلیل‌زاد نه‌یې پوښتنه کړې چې «د دغه ټولو پټولو منطق څه دی؟» خو خلیل‌زاد دغې پوښتنې ته ځواب نه‌دی ورکړی، «ګمان کوم هغه هم نه‌پوهېده چې ولې باید د پومپیو د دغو ټولو قیوداتو لاندې کار وکړي».

  • د ۱۰ میلیونه کسانو له وژلو د ټرمپ هدف څه و؟

ټرمپ په ځلونو د افغانستان په جګړه کې د بریا لپاره د خپلې وړتیا یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې نه‌غواړي ۱۰ میلیونه کسان ووژني. د افغانستان په رسنیو کې، د ټرمپ د دغو خبرو د کره معنی او دا چې د دغو ۱۰ میلیونه کسانو څخه هدف څوک دي، ګڼ ګمانونه خپاره شول. اوس د بولتون په روایت کې دا موضوع روښانه شوې ده. ټرمپ د خپل ملي امنیت شورا له غړو سره په یوه غونډه کې ویلي دي: «خپل دغه پیغام سره مینه لرم. که هغوی پر موږ برید وکړي، موږ یې ټول ملت له‌منځه وړو. البته په اټمي وسله نه». په بل ځای کې هم وايي چې «که هغوی [طالبان] بیا پر موږ حمله وکړي، هېواد یې ټوټه ټوټه کوو».

  • «طالبان واشنګټن ته راولئ»

د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په ۳۰مه له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه حساسه غونډه جوړېږي چې خلیل‌زاد د وېډیو کنفرانس له لارې له دوحې او جان بولتون له وارسا ورسره وصل ول. بولتون وايي بحث د ټرمپ په دې جملې چې «طالبان یوازې خپل هېواد بېرته غواړي» پیل شو او وروسته‌یې ولسمشر غني له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هغوی د شتمنۍ اندازه سره غلط کړل او د افغانستان په حکومت کې یې له شته فساد انتقاد وکړ.

ټرمپ له طالبانو سره د یوې سیاسي هوکړې د پایلو او کورنیو غبرګونونو په اړه، اندېښمن و او خپله همېشنۍ پوښتنه‌یې کړې: «په دې هوکړې سره به څومره بد ښکاره شم؟» وروسته‌یې پوښتلي: «ایا دا هوکړه به تل‌پاتې وي؟» بولتون په ځواب کې ویلي چې «فکر نه‌کوم، ځکه طالبان به پر خپلو ژمنو ونه‌درېږي او ټول په دې پوهېدل».

له ځنډ پرته، له ډې ټولو پوښتنو او اندېښنو سره سره، ټرمپ ناڅاپه وايي: «غواړم له طالبانو سره خبرې وکړم. هغوی واشنګټن ته راولئ». وروسته د امریکا له مرستیال ولسمشر، مایک پنس پوښتنه کوي چې هغه څه فکر کوي. پنس محتاطانه وايي «مخکې له دې چې پرېکړه وکړو، باید صبر وکړو. هغوی خپل خلک ځپلي او ربړولي دي. ایا هغوی په رښتیا بدل شوي دي؟».

له لنډ بحث وروسته ټرمپ وايي چې «غواړم غني او طالبان دواړه دلته وي. مخکې له دې چې [هوکړه‌لیک] لاسلیک شي، باید دا کار وکړو. غواړم [هغوی] له لاسلیک مخکې ووینم. ټیلیفوني اړیکه بسنه نه‌کوي». خلیل‌زاد په ځواب کې وايي: «هغوی به له راتګ ډېر خوښ شي».

ورپسې ټرمپ له جان بولتون پوښتنه کوي: «هی، جان، ته څه فکر کوې؟» جان بولتون چې ظاهراً د ټرمپ ژوند او په داسې لیدنه کې د طالبانو له لوري د چاودېدونکو موادو انتقال ته اندېښمن دی، په ځواب کې وايي: «زه ستونزه نه‌لرم، خو هغوی باید تاسو سره له لیدو مخکې د نړۍ تر ټولو له لویې اهن‌ربا تېر شي». ټرمپ په تأیید سره وايي: «دغه‌راز له کیمیاوي [ازمیښت وروسته]».

البته سپټمبر میاشت کې د طالبانو له یوې حملې وروسته چې په هغې کې یو امریکايي افسر ووژل شو، ټرمپ په خپله په یوه ټويټري پیغام کې له طالبانو سره د خپلې لیدنې پروګرام افشا او لغوه کړ.

جان بولتون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه‌لیک له لاسلیک مخکې، ډونالد ټرمپ سره د نظر بېلوالي له امله سپینه ماڼۍ خوشې کړه. خو د افغانستان په اړه وروستۍ خبره‌یې دا ده چې «د هر ډول سیاسي او پوځي ماتې مسؤلیت به د خپله ټرمپ په غاړه وي».

د بولتون د کتاب له دغو برخو داسې په ډاګه کېږي چې هغه ډونالد ټرمپ د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې لپاره د هر ډول برنامې او ستراتېژۍ نه‌درلودونکی معرفي کوي.

بل‌خوا، ناظرانو ته پټه نه‌ده چې ښاغلی بولتون تل د امریکا د پوځي حضور د پراختیا پلوی و او د یوې «جنګ‌غوښتونکې» څېرې په توګه‌یې شهرت درلود. ډونالد ټرمپ د بولتون د کتاب په غبرګون ویلي جې «ښايي بولتون یوازنی کس دی چې هېڅکله نه‌خاندي». ټرمپ بولتون یو «لېونی» بللی دی.

له آزادي راپور په مننه

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.