1 په پاکستان کې د پښتین انقلابي غږ | | Khabarial - Breaking News From Afghanistan
کور پاڼه / لیکنې / په پاکستان کې د پښتین انقلابي غږ

په پاکستان کې د پښتین انقلابي غږ

پاکستاني حکومت په ورستیو څو کلونو کې شاوخوا سل زره پښتانه په بېلابېلو پلمو د هغوی له کورنیو جلا کړي، ځیني يي په جېلونو کې ساتلي او د ځینو نورو آن برخلیک نه دی مالوم. پښتانه د پاکستاني پوځ لخوا په چک پاینټونو کې بې مورده پلټل کیږي، سپکاوی يي کیږي او د ترهګرو په نامه يي جونګړې ور ورانې کړې او په پایله کې يي ټول پښتون قوم له ژوند ستړی کړی.  ځینو  رسنیو په قبایلي سیمو کې د ۴۵ پټو زندانونو د موجودیت خبر ورکړی  چې د پښتونو د زورولو لپاره د پاکستان د پوځي ادارو لخوا  جوړ شوي دي.

پښتانهله کلونو راهیسې د پاکسان د څارګرې ادارې لخوا د جګړې د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي. د راپورونو له مخې د ورکو شویو پښتنو یوه لویه برخه ماشومان او تنکي ځوانان جوړوي چې له قبایلي سیمو تښتول شوياو د ترهګرو په روزنځایونو کې د ترهګریزو او ځانمرګو بریدونو لپاره روزل کیږي. د افغانستان په خاوره کې د امنیتي ځواکونو لخوا، له ځانمرګو بریدونو مخکې د نیول شویو ځانمرګو بریدکونکو عمرونه له اتلسو ټیټ بلل شوي. دا خبره د هغه څه ثبوت دی چې پښتانه په لوی لاس د پاکستان پوځ لخوا په دیني مدرسو کې د پښتون وژنې لپاره چمتو کوي او د پښتنو ترمنځ د بېلوالي لپاره کوښښونه کوي.

پښتون قوم چې د ډیورند کرښې په وسیله په دوو برخو وېشل شوی،له یو بل  سره د وینې اړیکې او ژوره خوړاخوږي لری چې یو ځل کېدل يي د پنجاب لپاره د زغم وړ نه دی. د پنجاب حکومت  سخته وېره لري چې که پښتانه ونه ځپل شي او نورو پنجابیانو په څېر د دولت له حقوقو او امتیازاتو څخه برخمن شي  له  پنجاب څخه به د افغانستان په ګټه خپلواکي واخلي.

له همدې امله د ډېرو په باور پاکستاني پوځ، غواړي پښتون قوم، له خپلې جغرافیې حذف کړي او یا يي د داسې ورسته پاتې ولس په توګه ټوټې ټوټې کړي چې هېڅ کله د خپل ځان لپاره د حق غوښتنې غږ پورته نشي کړای، په همدې سلسله کې د پښتون قوم پر ضد د پنجاب حکومت د پلان یوه برخه په قبایلي سیمو کې د پښتون د نسل وژنې لړۍ ده.

د قبایلو پښتانه د دواړو خواوو له خوا وځپل شول، هم د اورپکو لخوا بریدونه پرې کېږي، او هم د کراچۍ په څېر په نورو ښارونو کې امنیتي ځواکونو لخوا ځورول چې بیلګه یې په کراچۍ کې د نقیب ا لله مسید وژنه ده.

پښتانه د پنجابیانو له ظلمونو ستړي شول او بلاخره يي  نه یوازې دا چې د دوی غوښتنو ته غاړه کېنښوده بلکې  د یوه داسې سوله ییز انقلاب غږ يي پورته کړ چې ساری يي په سیمه کې نه لیدل کیږي. دوی په دې مدني خوځښت سره له یوې لخوا د خپلوحقونو د تامین لپاره یو موټي شول او له بلې خوا نړۍ ته يي ښکاره چې پښتانه د جګړې خلک نه دي، پښتون قوم سوله غواړي، سوله ییز ژوند غواړي او د مدنیت له  لوړ فرهنګ څخه برخمن دی.

خو له دې سره سره پاکستاني پوځ د پښتونو د دغه مدني خوځښت له بڼې په وېره کې دی، معترض پښتانه اوس هم د مدني حرکتونو له حقوقو څخه نه برخمن کیږي، پوځ په بېلابېلو بڼو د جلسو محدودول غواړي، ستونزې رامنځ ته کوي او پردیو ګټو ته يي په ژمنتیا تورنوي. سربېره پر دې رسنیو ته اجازه نه ورکول کیږي چې جلسې پوښښ کړي او د خلکو آواز پورته کړي. خو دا ځل د منظور پښتین لښکر د اوږد مزل لپاره مټې را نغښتې، حوصله يي جګې کړې او له پاکستان څخه يي د خپلو حقه حقونو د ترلاسه کولو لپاره کلک نیت کړی.

پښتانه له لسیزو راهیسې د پاکستان د استخباراتي شبکو د یوې مهمې مهرې په توګه استعمال شوي، په دولتي دستګاه کې سهم نه دی ورکړل شوی، له ملي پرېکړو بې خبره پرېښودل شوي او په پاکستان کې د دویم درجه ښکاروند په توګه پېژندل شوي.  هیله شته چې په پاکستان کې به د پښتین تر مشرۍ لاندې  دا خوځښت  د پښتونو د ویښتابه لپاره یوه ښه پيلامه وي.  دا مدني حرکت د دې ښکارندويي کوي چې د نن پښتانه به نور د پاکستاني استخباراتي شبکو د سیاسي اهدافو قربانیان نه وي بلکې د یوه با عزته قوم په توګه به د نورو په څېر د ژوند حق ورکول کیږي.

لیکوال؛ سمیع عزیزي

 

 

 

 

 

 

 

 

Loading...

بیا وګوره

د ننګرهار د نوي والي حيات الله حيات د پام وړ

يوه ننګرهاري د خپریدو په موخه  موږ ته دا پیغام رالیږلي دي . د ننګرهار …

پاکستان په افغان جګړه کې ښکیل دي او د پردې تر شاه د يوه اړخ په توګه فعالیت کوي

پاکستان په سیمه کې يوه له هغه خطرناکه هیوادونو څخه بلل کیږي چې ډيره تکیه …